The news is by your side.

خطرناک طالب بندیانو باید خوشې نه شي

خبریال وېب پاڼه/ د خطرناکه طالب بندیانو نه آزادېدو په تړاو د حکومت د دریځ څخه ملاتړ!

لویدیځ زبرځواکونو د هغو طالب زندانیانو خلاصون په تړاو چې خونړیو بریدونو کې لاس لري د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ کړی.

رویترز خبري آژانس راپور ورکړی دی چې لویدیځ زبرځواکونو د هغو طالب زندانیانو نه خلاصون په تړاو چې تر ټولو زیات خونړیو بریدونو پر ترسره کېدو تورن دي، د افغانستان حکومت له دریځ څخه ملاتړ کوي.

دغه خبري آژانس د لویدیځو هېوادونو په ګډون د پنځو سرچینو له خولې راپور ورکړی دی چې د هغه جنګیالیو خلاصون چې اقلیت ډلو باندې یې تر ټولو زیات خونړیو بریدونو کې یې لاس لرلی دی، د سرې کرښې څخه د تېرېدو په معنا به واوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالب زندانیانو د خلاصون بحث، د بین الافغاني خبرو پر وړاندې تر ټولو اصلي ننګونه شمېرل کیږي.

د افغان حکومت او طالبانو له لوري د دواړو خواوو د زندانیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه شوې.

افغان حکومت تر دې وړاندې ویلي وو، چې په خونړیو او سختو ترهګریزو بریدونو کې لاس لرونکي او تورن طالبان به نه ازادوي.

خو طالبانو ویلي، چې د شرط سره سم دې د دوی پنځه زره بندیان خوشې شي کنه نو بین الافغاني مذاکراتو ته له افغان حکومت سره نه کیني.

که چېرې د دواړو لوریو د زندانیانو د خلاصون لړۍ ژر تر ژره خلاصه شوه نو بین الافغاني خبرې به ډېر ژر په قطر کې ترسره شي.

بل لور عام افغانان دا نظر لري، چې بین الافغاني مذاکرات باید په خپل هېواد افغانستان کې ترسره شوی وی.

د دوی پر وینا افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی او د شخړو د حل لپاره د جرګو او مرکو زرګونه کاله مخینه لري.

دوی وایي، که طالبان د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د بین الافغاني مذاکراتو له ترسرواي ډاریږي، نو د طالبانو د کنټرول لاندې سیمو چې دې ترسره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.