د غلام خان بندر پرانیستل او افغانستان ته یې ګټې
خبریال وېب پاڼه/د کوزې او برې پښتونخوا یو شمېر سیاستوالو پرون پنجشنبې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د غلام خان بندر د خلاصېدو په پار غونډه وکړه.
دغه بندر چې څه د پاسه دری میاشتې وړاندې د کویډ ۱۹ وبا خورېدو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې پر مخ تړل شوی وو. شمالي وزیرستان او د خوست یو شمېر چارواکو تېره ورځ د همدې بندر په اوږدو کې ناسته پرې پرې وکړه تر څو دغه لار ژر تر ژره د سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د چمن، سپین بولدک او خیبر تجارتي لارو د بیا پرانستلو لپاره له تېرې څه پاسه یوې اونۍ راهیسې په چمن کې د سوداګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو لخوا پراخ پرلت او لاریونونه وشول چې دغه لارې دې بېرته خلاصې شي.
څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د کوزې پښتونخوا مشهور پښتون سیاستوال افراسیاب خټک په خپلو څرګندونو کې د تورخم او سپین بولدک لارو د نه خلاصولو له امله په پاکستان توندې نیوکې وکړې او دغه هېواد یې د پښتون پر وړاندې له ترهګر سالارۍ سربېره د دغه لوی قوم اقتصادي قاتل هم بللی دی.
خو د دغه بندر ګټې څه دي؟
اقتصادي شنونکي او د سیمې تاجران وایي چې د غلام خان لاره د پاکستان ستر سوداګریز بندر کراچۍ ته د نورو لارو په پرتله تر شاوخوا څلور سوه کیلو مترو پورې نږدې ده.
همدا لامل دی چې د دواړو غاړو پښتانه یې د خلاصولو لپاره هلې ځلې کوي. د خوست او کوزې پښتونخوا په اوږدو کې پروت غلام خان بندر د دواړو لوریو لپاره د نیږدې والي په خاطر ګڼې اقتصادي ګټې لري، چې له ډلې یې یوه د توکو د بیو کمښت دی چې په دغې لاره باندې را وارد کېدونکي او صادر کېدونکي توکي په کمه بیه دواړو غاړو پښتنو ته تمامېږي.
پاکستان وخت ناوخت دغه لاره په بېلا بېلا ملاحظاتو د افغان تاجرانو پر مخ تړي چې په کې ملیونونه ډالره زیان هم اړوي.
افغان چارواکي وایي، د ولایتي ادارې او مرکزي حکومت هڅه دا ده چې د غلام خان بندر لاره په بشپړ ډول ترانزیټي شي.
د میرامشا یو شمېر سوداګر له حکومت څخه غواړي چې غلام خان بندر دې هم د پراخ تجارت لپاره پرانیستل شي. دوی زیاتوي له نورو توکو سربېره دې د بورې او غوړیو تېرولو اجازت هم ورکړل شي. دوی همداراز ټینګار کوي، څنګه چې پر تورخم کاروبار کېږي، باید پر دې لار هم وشي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.