The news is by your side.

ملا امین د کندهار لپاره د طالبانو نوي والي‌ ټاکل شوی

خبریال وېب پاڼه – ملا امین چې د طالبانو په لیکو کې په (یوسف) غږ کوي د کندهار د بولدک ولسوالي اوسېدونکی او د نورزي قوم سره تړاو لري .

دغه شاوخوا(۵۰)‌ کلن طالب قوماندان په داسي وخت کې د کندهار والي ټاکل کېږي چې د طالبانو په لیکو کې دننه د ژورو اختلافاتو خبرونه ورکړل شوي دي .

ملا امین چې په لمړیو کې د ملا روف اخوند موټر چلونکی وو؛ خو ورو ورو د ملا اختر منصور له لوري د ملا عبدالروف خلاف را وپارول شو او تر هغه اختلاف وروسته د طالبانو په لیکو کې لوی سړی شو .

د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېب پاڼې ته وویل چې د کندهار لپاره د طالبانو نوی اعلان شوی والي ملا امین (یوسف) کندهار ته څېرمه د ډیورنډ‌کرښې هاغاړه په چمن ښار کې ژوند کوي او د نورزیو قوم لوی شمېر وسله وال طالبان یې ملګري دي .

د خبریال وېیپاڼې سرچینې وايي چې د کندهار لپاره د طالبانو د پخواني مشر ملا شیرین اخوند پر ځای د ملا امین ټاکنه د حقاني شبکې په غوښتنه شوې ده . د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په دې وروستیو کې د بلوچستان په سر ښار کوئټه کې د طالبانو په ځینو مشرانو دا ټاکنه ومنله .

د حقاني شبکې لا له وړاندي پر ملا براد فشار اچاوه چې په کندهار او شا وخوا ولایتونو کې د طالبانو فعالیتونه کم دی ؛‌ خو اوسنۍ ټاکنه به که له یوې خوا په کندهار کې د طالبانو فعالیتونه زیات کړې له بله لوري ښايي په چمن ؛ کوټه ؛ کندهار ؛ هلمند او روزګان کې د نورزیو او اڅګزیو تر منځ شخړې هم را وټوکوي .‌

په کندهار کې امنیت تر ډېره بریده پر قومي بنسټ ساتل کېږي او ددغه ولایت د امنیت چارې په لویه کې د څګزو له لوري خوندي ساتل شوې چې په سر کې یې د کندهار د شهید قوماندان (جنرال رازق) ورور تادین خان دی .

دا چې اڅګزي او نورزي‌قومونه په یادو ولایتونو کې له پخوا قومي دښمني لري د ډېرو په اند ښايي په کندهار کې تاوتریخوالی زیات شي‌.

طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دا ټاکنه به په کندهار کې امنیت سخت ټکنی کړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.