The news is by your side.

ننګرهارکې زر شنې خونې جوړیږي

خبریال وېب پاڼه/ حکومت د سبزي جاتو لپاره په ننګرهار ولایت کې زر شني خوني جوړوي چې په ۲۰۰ يې کار پيل شوی دی.

چارواکې وايي دغه شنې خونې په ۲۳۰ جریبه ځمکه جوړیږي، چې شاوخوا درې زره ټنه حاصلات به ورکوي او د کال به ترې څه د پاسه ۱۶۴ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کیږي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي د سبزي جاتو په برخه کې د حکومت د دغې ګام هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې مسلکي کسانو ته يې په قرار داد ورکړي تر څو د پاکستان او ایران له تازه سبزۍ څخه بې غمه شي.

دا شنې خوني ننګرهار ولایت په فارم هډې سیمه کې د حکومت په ځمکه جوړیږي او کارونه به ييدې هم ژر تمام شي.

چارواکې وايي دغه شنې خوني د کانال وادي کرنیز شرکت په شاوخوا ۲۳۰ جریبه ځمکه باندې جوړیږي چې عملاً يې په ۲ سوه شنو خونو کار روان دی او د دې د کار تر تمامېدو وروسته به نورې هم جوړې شي.

دوی وايي په دغې شنو خونو کې به سبزي جات کرل کیږي او تولیدات به يې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته ورکول کیږي.

چارواکي وايي ټولې شنې خوني به د کال تر درې زره ټنو پورې حاصل ورکوي او تقریباً ۱۶۴ میلیونو عواید به يي حکومت ته ځي.

دوی وايي کارونه يې په تیزۍ سره روان دي او ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي د سبزي جاتو لپاره د شنو خونو جوړولو څخه خوښ دي او وايي، په دې سره به د پاکستان او ایران د رومیانو او تازه سبزي جاتو د راوړلو مخه ونیول شي.

دوی وايي حکومت دې دغه شنې خوني مسلکي کسانو ته په قرار داد ورکړي تر څو زیاته ګټه ترې پورته کړي.

کانال ریاست چې د پخوانیو دولتونو له خوا جوړ شوی، په زرګونه هکټاره ځمکه لري چې په ډېرې برخې یې زیتون او مالټو ونې کرل شوي دي.

اوس اوس دغه اداره ښه شرکت په بدله شوې او کوښښ کوي چې له لږې ځمکې زیات حاصل ترلاسه کړي.

دغه شرکت د شنو خونو سربېره د چرګانو اوماهیانو د روزنې لپاره هم د ځایونو په جوړېدو لاس پورې کړی او په لنډه موده کې به په دغې برخو کې هم فعالیت پيل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.