The news is by your side.

پاکستاني ‌چارواکو په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي‌دي‌

خبریال وېب پاڼه – پاکستاني چارواکو په ناببره توګه په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي‌دي .

د قطر د مذاکراتي ټیم یوه غړي خبریال وېب پاڼې ته وویل چې پاکستاني چارواکو د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل په تړاو له طالب مشر ملا برادر او ځینو نورو سره خبري‌وکړي‌.

د خبریال وېب پاڼې سرچینه وايي چې پآکستاني چارواکو طالبانو ته ویلي چې د خبرو لپاره مناسب ځای قطر دی او په کار دي چې له افغان حکومت سره په قطر کې خبري‌وکړي .

د پاکستان له لوري‌د تللي‌(۳) کسیزه پلاوي‌مشري محمد صادق کوله چې پخوا په افغانستان کې د پآکستان سفیر وو او اوس دافغانستان لپاره د وې اونۍ وړاندي د پاکستان د لمړي‌وزیر عمران خان ځانګړی استازی وټاکل شو .

د طالبانو له مشرانو سره د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکلو وروسته دا لومړی ملاقات دی چې پرون د پنجشنبې په ورځ محمد صادق له هغوی سره وکړ .‌

محمد صادق د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکلکېدو دوې ورځې وروسته لومړی سفر د جون پر 10مه د پاکستان د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره کابل ته کړی وو، چې له افغان ولسمشر سره یې لیدلي وو او د افغان سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

تر دم ګړیه ؛ افغان حکومت او د کوټې شورا دوحې ته د پاکستاني چارواکو د سفر په تړاو رسمآ‌څه نه دي ‌ویلي ؛ خو په قطر کې د کوټې شورا یوه استازي ‌خبریال ویب پاڼې ته وویل چې دا خورا مهم سفر وو.

د ورځې په پای کې څرګنده شوه چې د پاکستان غاړې دا خبره منلې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي‌استازي‌محمد صادق په دوحه کې د کوټې شورا له استازو سره لیدلي‌.

پاکستان په دې وروستیو کې هڅه کوي ‌چې دافغان حکومت ملاتړ تر لاسه کړي‌او رسمآ د سولي‌ خبرو ته ورګډ شي‌.

افغان حکومت پر پاکستان باندي‌لا له وړاندي‌دا تورونه پوري‌کړي‌چې دافغانستان په سوله کې همکاري‌نه کوي‌او د ځینو حکومتي چارواکو په وینا چې هڅه کوي ‌اوبه خړي‌ او کبان ونیسي .

بل لورته داسي ‌راپورونه هم تر لاسه شوي‌چې امریکا او پاکستان په دې صلاح شوي‌چې په افغانستان کې جګړه ختمه خو لوی رول پاکستان ته ورکړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.