The news is by your side.

تر دوو ورځو به د غلام خان بندر پرانیستل شي

خبریال وېب پاڼه/ د سوداګرۍ پر مخ د غلام خان بندر پرانیستل!

شوني ده چې تر دوه راتلونکو ورځو پورې د غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ پر مخ باندې پرانیستل شي.

د پاکستان او افغانستان چارواکو هوکړه کړې ده چې غلام خان بندر د دواړو هېوادونو دریمه سوداګریزه لاره ده چې د دواړو هېوادونو صاداراتو او واردات پرې ترسره شي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم ټینګار کړی دی چې پاکستاني چارواکو د دې بندر پرانیستلو له پاره هوکړه کړې ده.

مشعل همدارنګه ویلي دي چې د افغانستان سوداګر کولای شي خپلې تازه مېوې او سابه د تورخم او چمن له لارې صادر کړي.

پاکستان له ٢٠١٤ کال را په دې خوا دا بندر د افغانستان سوداګریزو توکو پر مخ باندې تړلی و.

بل لور بیا نن د تورخم دروازه یو طرفه خو چمن دروازه دوه طرفه خلاصه ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، نن به د تورخم او سپین بولدک بندرونه د مسافرو پر مخ د یوې ورځې لپاره پرانیستي وي.

د چارواکو په خبره تورخم به په یو طرفه ډول پرانیستی وي، خو د کندهار کمیسیاري بیا وايي، د سپین بولدک دروازه به په دوه اړخیزه توګه د مسافرو پر مخ پرانیستې وي.

د کندهار کمیسیاري د یوې خبرتیا له لارې ویلي، چې نن شنبه به له دې غاړې څخه د چمن خوا ته یوازې په پاسپورټ او شناختي کارت خلکو ته د اوښتو اجازه ورکول کیږي.

همدا راز به پر دواړو بندرونو پاکستان کې بند پاتې افغانان اجازه ولري چې خپل هېواد ته واوړي، خو پاکستانیان اجازه نه لري چې افغانستان ته راواوړي.

د دې ترڅنګ په چمن کې پاکستاني چارواکو اعلان کړی، هغه کسان چې له افغانستان څخه پاکستان ته راځي، د معایناتو له مخې به یوازې په کورونا اخته او هغه کسان چې شدیده تبه او د کرونا علامات ولري، د قرنطین مرکز ته لېږدول کیږي او پاتې نور کسان چې د کورونا نښې نه لري، خپلو کورونو ته استول کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance