ټرمپ د جنګي جنایتونو نه څېړلو ته هم لاس را اوږده کړل
خبریال وېب پاڼه/د امریکا په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د جنجالي کمپاینونو په لومو کې راګیر ټرمپ دا ځل په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړلو بهیر کې هم مداخلې ته لاس را اوږده کړل.
د جرمونو نړیواله محکموه په خپل وروستي بیان کې وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړلو بهیر کې مداخله کوي او دوی نه پرېږدي چې په دغه هېواد کې جنګي جرمونه وڅېړي.
د یادونې وړ ده چې امریکا له تېرو څه کم دوو لسیزو را هیسې په افغانستان کې ګڼ هوایي بریدونه کړي دي چې ډېری وخت په کې ملکي وګړي هم په نښه شوي دي. په دوی کې یوه لویه برخه ښځینه او ماشومان دي چې له وژنې سربېره ورباندې جنایتونه هم شوي دي.
د تېرې مې میاشتې په لسمه نېټه د جرمونو نړیوالې محکمې اعلان وکړ چې د امریکا له مداخلو سره سره دوی په افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړي. دوی هغه مهال وویل؛ سره له دې چې امریکا زموږ د چارو مخالفت کوي، موږ به په افغانستان کې جنګي او بشري جنایتونه څېړو او نړیوال به پرې خبروو.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې هر لوري په عامو خلکو او ښکېلو لوریو باندې جنګي جنایتونه او بشري بې حرمتۍ کړې دي.
څه د پاسه یوه میاشت وړاندې وسله والو طالبانو په ارزګان ولایت کې یوه بشري جنایت ته لاس اچولی ؤ او د شهید شویو پولیسو پر مړو یې تېزاب شیندلي وو. د راپورونو له مخې وروسته یې له یو شمېر سرتېرو څخه غوږونه او پزې هم پرې کړې او سترګې یې ورڅخه ویستلې دي.
دغې پېښې د په کور د ننه د خلکو توند غبرګونونه را وپارول او دا یې د ټولو بشري او دیني ارزښتونو ضد عمل وباله.
د جرمونو نړیوالې محکمې یوې څارنوالې فاتو بنسودا د ټرمپ تر څرګندونو وروسته په خپله یوه مرکه کې ویلي، ټرمپ هڅه کوي د دغه محکمې په قانوني چارو کې مداخله وکړي او همدا راز د امریکایي او طالب وسله والو په جنګي جنایتونو کې د قرباني شوو کسانو د کورنیو په حق کې تېری کوي. د شنونکو په باور په افغان جګړه کې لوړه فیصدي جنایتونه طالبانو او امریکایي پوځیانو کړي دي.
بنسودا زیاتوي چې د دوی هڅه د عدالت تأمینول دي او هغه جنګي جنایتونه به وڅېړي چې په تېره نولس کلنه جګړه کې په افغانستان کې د امریکا په ګډون د ناټو نورو غړو هېوادونو، طالبانو او افغان پوځیانو ترسره کړي دي.
ویل کېږي ټرمپ ځکه له دې کار سره مخالفت کوي چې دوی د دغې نړیوالې محکمې غړیتوب نه لري او امریکا ځان ته قضايي ادارې لري چې جنګي جنایتونه پکې څېړل کېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.