The news is by your side.

نړیوالو مېرمنو ته د افغان مېرمنو پرانیستی لیک

خبریال وېب پاڼه/ افغان مېرمنو په یوه لیک کې د طالبانو سره د خبرو په لړ کې لاس ته راغلو حقونو بېرته تللو په اړه انديښنه ښودلې ده.

د افغانستان مېرمنو ایتلاف په یوه سر خلاصي لیک کې د نړۍ مېرمنو لکه نانسي پلوسي، انګلا میرکل، کیلي ګرفت، ان ویګنز، ایما سولبرګ او د ناروې لومړۍ وزیرې څخه غوښتي چې د افغانستان مېرمنو ترڅنګ یېد حقونو له پاره هم دفاع وکړي.

دې ایتلاف په دې لیک کې د خپلو لاس ته راغلو حقونو بېرته تللو په اړه خپله وېره او انديښې ښودلې ده.

د دې لیک په یوه برخه کې راغلي چې د سولې بهیر خلاف د بې عدالتۍ اړوندو مسلو چې په تېره کې وې، اندېښنه لري چې دا بهیر د بې عدالتۍ په اړه سیاستونه دي چې د ښځو د راتلونکې په اړه ونیول شي.

په دې پاڼه کې راغلي چې د طالبانو د سولې په بهیر کې که د مېرمنو ټول حقوق شامل نه شي دوی اندېښنه لري.

په دې لیک کې همدارنګه راغلي، د افغانستان مېرمنې په دې باور دي چې د مېرمنو په اړه باندې د طالبانو په لیدلوري کې دلون نه دی راغلی او افغان مېرمنې نه باید د نړیوالو په مرستې لاس ته راغلي زمینه له لاسه ورکړي.

د دې مېرمنو په خبره طالبانو تر اوسه پورې هم د خپل کنټرول لاندې سیمو کې د میدېرمنو وهلو او ټکولو څخه لاس نه دی اخیستی.

تر دې وړاندې د روژې په مبارکه میاشت کې هم د افغان مېرمنو شبکې د قطر د امیر مور ته سر خلاصی لیک لیکلی وو او له نوموړې یې غوښتي وو، چې دوی دې پر طالبانو فشار راوړي تر څو سولې او اوربند ته غاړه کیږدي.

د افغان ښځو شبکې د قطر د امیر مور ته په لیک کې یادونه کړې وه، چې دوی نور د خپلو، وروڼو، پلرونو، زامنو او بچیانو مرګونه نه شي لیدلی او له دې جګړې ستړي دي.

دا چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر دی، نو د افغان ښځو شبکې په همدې خاطر د قطر د امیر مور ته پرانیستی لیک لیکلی وو، تر څو پر طالبانو د افغان سولې لپاره فشار راوړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.