The news is by your side.

القایدې په افریقا کې د خپل رهبر وژل کېدل تائید کړل

خبریال وېب پاڼه/القایدې د افریقا په شمال کې د فرانسوي ځواکونو لخوا د خپل رهبر عبدالمالک دروکدال وژل تائید کړل.

القایدې نړیوالې ترهګرې ډلې د افریقا په شمال کې د فرانسوي ځواکونو لخوا د خپل رهبر عبدالمالک دروکدال وژل تائید کړل.فرانسې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د القایدې د وژلو ادعا وکړه او ویې ویل چې د القایدې مشر المالک دروکدال یې د افریقا په شمالي برخه مالي هېواد کې وژلی دی.

مالي د افریقا په شمال کې پروت هېواد دی چې یو جګړه ځپلی هېواد بلل کېږي. په دغه هېواد کې فرانسه څه د پاسه ۵۰۰۰ فرانسوي سرتېري د همدې ترهګرې ډلې د ځپلو لپاره مېشت دي چې وخت ناوخت پرې هوایي او ځمکني بریدونه کوي.

امریکا وایي چې د دغې عملیاتو په ترڅ کې د فرانسې د اطلاعاتو هرکلی کوي.

د فرانسې حکومت د دروکدال وژل لویه لاسته راوړنه وبلله خو په ورته وخت کې د دغې ترهګرې ډلې لخوا په خپرو شویو پیغامونو کې ویل شوي چې دوی به په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکوي.

د معلوماتو له مخې د القایدې وژل شوی رهبر المالک په افغانستان کې هم جنګېدلی دی.

د غربي اسلامي القایدې برخه چې لومړني مخفف توري یې AQIM دي، په لومړي ځل د ۱۱۹۰ کال په پیل کې په الجزایر کې را منځته شوه. دغې ترهګرې ډلې په ۲۰۰۷ ز کال کې له اسامه بن لادن سره بیعت وکړ. او اوس نړیواله ترهګري چلوي.

دغه ترهرګره ډله په ځانګړې توګه په مالي او د افریقا په یو شمېر نورو سیمو کې په ډېری ترهګریزو بریدونو کې ښکېله ده. په ۲۹۱۶ کا کې یې د بورکینافاسو ښار په یوه رستورانت کې د برید پر مهال څه د پاسه ۳۰ کسان چې ډېری یې د غربي هېوادونو څخه وو، ووژل.

فرانسه وایي چې د دروکدال وژنه چې په الجزایر کې لومړی درجه ترهګر بلل کېده، د دغې اورپکې ډلې په وېشلو او پاشلو کې مرسته کولی شي.

مالي یو نا امنه هېواد دی چې په ځانګړې توګه د دغه هېواد سرحدي سیمو کې زیاته جګړه کېږي او په دغو سیمو کې مخدره توکي او غیر قانوني وسلې ښکته پورته او تجارت پرې کېږي. په ۲۰۱۲ ز کال کې د دغې د مالي هېواد شمالي برخه د لنډ وخت لپاره د افراطي ترهګرو په واک کې ولوېده چې بیا وروسته د فرانسوي ځواکونو په مرسته په شا وتمبول شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.