The news is by your side.

حنیف اتمر سبا یکشبنې له خپل ایراني سیال سره ګوري

خبریال وېب پاڼه/ټاکل شوې ده سبا یکشنبې حنیف اتمر ایران ته سفر وکړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان مهاجرینو په موضاتو خبرې کوي.

وروسته له هغه چې په ایران کې د ځپل شویو افغان مسافرو موضوع سړه شوه، ټاکل شوې ده سبا یکشنبې د روانې جون میاشتې په ۲۱ مه نېټه محمد حنیف اتمر ایران ته سفر وکړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان مهاجرینو په موضاتو خبرې کوي.

نن شنبې یو شمېر ایراني رسنیو هم تائید کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر به سبا د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ایران ته لاړ شي.

د شنونکو په باور په کار وه چې په ایران او له افغانستان سره په پوله د دغه هېواد لخوا د شویو جنایتونو په هکله پر وخت پوښتنه شوې وی او په کابل کې د ایران سفیر د پوښتنې لپاره احضار شوی وی، خو حکومت نه یوازې سفیر احضار کړ بلکې د دغو پېښو په هکله یې ډېر محطاطانه غبرګون وښود.

په تېرو دوو میاشتو کې ایران لسګونه افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دوی په لومړي څه د پاسه ۵۸ افغان مهاجرین له افغانستان سره په ګډه پوله شکنجه او بیا یې د هریرود سیند ته ګوزار کړل، چې په دې کې تر نیمایي زیات شهیدان شول او ډېر کم کسان له دغې پېښې څخه ژوندي ووتل.

دویم جنایت یې د ایران په یزد ولایت کې د افغان مهاجرینو موټر ویشتل او هغه ته اور ورته کول وو چې دری کسان په ډېره بې رحمۍ په کې وسوځېدل او یو شمېر نور په کې سخت ټپیان شول. هېره دې نه وي چې ټپیان په روغتونونو کې هم ولچک شوي وو چې دې کار د ټولو افغانانو توند غبرګونونه را وپارول.

په یو شمېر اروپایي او امریکایي هېوادونو کې هم د ایران د جنایتونو پر وړاندې لاریونونه وشول او دغه کار یې په کلکو ټکو وغانده.

که څه هم په ښکاره د دغې سفر په هکله بشپړ جزیات نه دي وړاندې شوي خو تېره اوونۍ ولسمشر غني د بهرنیو چارو سرپرست ته سپارښتنه کړې وه چې ایران ته لاړ شي او په دغه هیواد کې د کډوالو پر موټر د ایراني ځواکونو له لوري د ډزو په پایله کې د یو شمېر افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه پلټنه وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.