The news is by your side.

په کابل کې د امریکا سفارت ۲۰ ډیپلوماتان کرونا نیولي

خبریال وېب پاڼه/د کرونا په دې ځپل شوي چاپېریال کې په کابل کې د امریکا سفارت ته هم کروا وبا ننتولې ده او شاوخوا شل کسان یې نیولي دي.

په کابل کې د امریکا شاوخوا ۲۰ ډیپلوماتان او اداري کار کوونکي په کرونا با اخته شوي دي. د دغه سفارت ویاندې رسنیو ته وویل چې د یو شمېر کار کوونکو او ډیپلوماتانو د کرونا ټېسټ مثبت راغلی دی.

شاوخوا دری میاشتې وړاندې په افغانستان کې د څلورو بهرنیو سرتېرو د کرونا ټېسټ مثبت شوی ؤ چې بیا بهر ته لېږدول شوي وو خو تر هغې وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د کرونا په هکله کوم راپور ورکړل شوی نه دی.

اوس په کابل کې د امریکا سفارت ومنله چې یو شمېر کارکوونکي یې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت آزادۍ راډیو ته ویلي دي چې د سفارت چارې داسې تنظیم شوي چې ټولو کارځایونو کې به ‌یې د ویروس ضد مواد کارېږي چې د ویروس د نورې خپرېدا مخنیوی وکړي.

په ویروس د اخته شویو دې کسانو شمېر نه‌دی ښودل شوی، خو اسوشیټډ پرس د یوه چارواکي په حواله چې نوم‌ یې نه دی یاد شوی ویلي، د سفارت شااخوا ۲۰ کارکوونکي په کرونا اخته شوي چې ډېر یې هغه نیپالیان دي چې د امنیت ساتنې دنده لري.

د امریکا په سفارت کې د ډیپلوماتانو او نورو کار کوونکو د کرونا پېښه وروسته له هغه رسنیزه کېږي چې په افغانستان کې دغه نړیواله وبا په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده . تېره ورځ د عامې روغتیا وزارت وویل چې تر راتلونکو دوو میاشتو به دا شدت همداسې روان وي. تر اوسه په افغانستان کې څه د پاسه ۲۷ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي دي، چې له ډلې یې شاوخوا ۵۸۰ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

مخکې له دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل کې یې د سفارت د یو شمېر کارکوونکو په کرونا ویروس اخته کېدل تأیید کړي ول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سفارت‌ یې د کرونا د مخنیوي لپاره ټول مناسب اقدامات پلي کوي.

اخته شوي کسان د سفارت د ننه په انزوا کې ساتل کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.