The news is by your side.

تېره اونۍ طالبانو ۱۴۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/د ملي امنیت شورا د تېر په څېر یو ځل بیا هم د تېرې یوې اونۍ تلفات رسنیز کړي دي، چې طالبانو لخوا په کې ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا د تېر په څېر یو ځل بیا هم د تېرې یوې اونۍ خونړي تلفات رسنیز کړي دي، ویل کېږي طالبانو تېرو ۷ ورځو کې ۱۴۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې له ډلې یې ۴۲ ملکیان شهیدان کړي او تر ۱۰۵ نور ټپیان کړي هم دي.

جاوید فیصل په خپله ټویټر پاڼه د وروستۍ اونۍ تلفات داسې مهال خپروي چې تېره اونۍ حکومت د پاتې ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو خبر ورکړی ؤ. ملي امنیت شورا په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې وایي چې طالبانو په شاوخوا ۱۸ ولایتونو کې د خپل تاوتریخوالي یاد شوي تلفات اړولي دي.

تر دې مخکې اونۍ بیا د وسله طالبانو لخوا د یوې اونۍ په لړ کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۵۱ پلونه اوځول شوي او ۱۶ سړکونه اړول شوي وو. نوموړي همداراز ویلي وو چې په دغه دوران کې طالبانو د ټول هېواد په کچه څه د پاسه ۲۲۲ ترهګریز بریدونه کړي دي. په دغه بریدونو کې شاوخوا ۴۲۲ افغان امنیتي ځواکونو ته هم د سر زیان اوښتی ؤ.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل همداراز ټینګار کوي چې طالبان له اور کم او اوربند دواړو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هڅه یې ده چې افغانانو او افغانستان دواړو ته زیان واړوي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره اونۍ په یوه بیان کې وویل چې دوی به په افغانستان کې هېچا ته اجازه ورنکړي چې په امریکایي ځواکونو او په افغانستان کې د امریکایي بنسټونو پر وړاندې برید وکړي. په داسې حال کې چې د چارواکو په وینا د هېواد په ګوټ ګوټ کې بیا د ټولو وروستیو خونړیو پېښو تر شا د همدې وسله والې ډلې لاس دی او د ډېری بریدونو پړه یې هم منلې ده.

په دې وروستیو کې په دیني بنسټونو، عالمانو او ولسي وګړو له هدفي بریدونو سربېره په افغان امنیتي ځواکونو باندې هم د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي دي خو په ډېری هغو بریدونو کې چې خونړي او جنګي جنایتونه په کې شوي، وسله والو طالبانو رد کړي دي خو په ورته حال کې زیاتوي چې په افغانستان کې القایده او نورې ترهګرې ډلې نشته دي.

وسله ولو طالبانو تر اوسه د ملي امنیت شورا لخوا دغې خپرو شویو ارقامو ته کوم غبرګون ښودلی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.