The news is by your side.

د ننګرهار د خرما حاصلاتو کې دری برابره زیاتوالی

خبریال وېب پاڼه/د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې به سږ کال د خرما په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی را شي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې تمه ده سږ کال په دغه ولایت کې د خرما حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله دری برابره زیاتوالی راشي.

ننګرهار چې په همېشه بهار مشهور دی، د کال په ټولو فصلونو کې یې ځمکه رنګا رنګ حاصلات ورکوي. د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې تمه ده سږ کال په ننګرهار کې د نورو مېوه جاتو او غلو دانو سربېره د خرما په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي. دوی زیاتوي چې سږ کال به په دغه ولایت کې ۶۰۰۰ کیلو خرما حاصل ورکړي.

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې سږکال به په دغه ولایت کې د خورما حاصلات د اټکل له مخې ۶ زره کېلو ته ورسېږي. د چارواکو په خبره، تېرکال په دغه ولایت کې د خورما بڼ له ۲۷۰۰ ونو څخه ۱۰۰ یې دوه زره کیلو خورما کړې وې او دوی تمه لري چې سږکال به یې حاصلات شپږ زره کېلو ته ورسېږي.

دغه ولایت کې د زراعت برخې مسؤلین وایي چې وړم کال لږ افت او باران له امله زيانمن شو، خو سږ یې ګل ښه ډېر نيولی دی، پرو سږکال ۱۰۰ ونو او سږ به ۴۰۰ ونې خورما ونيسي. په ننګرهار کې د خورما حاصلاتو ته په کتو کرنې وزارت په پام کې لري چې په نورو ولایتونو کې هم د خورما بڼونه جوړ کړي.

د جلال اباد ښار سویل کې د کانال اړوند خورما په بڼ کې کارګر تمه لري چې سږ به د دې بڼ د خورما د خوږو مزه نه یوازې د ننګرهار؛ بلکې د هېواد د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم وڅکي.

ننګرهار کې د خورما ونو شنو کېدو او حاصل د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت پام ځانته اړولی، چې په نورو ولايتونو کې هم سوداګريزو بڼوڼو جوړېدو ته يوه طرحه جوړه کړي.

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې حکومت په هېواد کې د زراعتي پیداوارو پالنې او تقویې ته پاملرنه زیاته کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.