The news is by your side.

بین الافغاني خبرو پيل لپاره د ګړندیو ګامونه پورته کېدو غوښتنه

خبریال وېب پاڼه/ د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي انتونیو ګوتریش وایي، افغانستان کې دایمي سوله هغه وخت ټینګښت مومي چې د ټولنې ټولې برخې په کې ګډون ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د می میاشتې ١٧مې نېټې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه د افغانستان سیاسي کړکېچ پای له پاره یوه اړتیا وه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش په افغانستان کې د وضعیت په اړه خپل درې میاشتنۍ راپور تېره ورځ، خپور کړ، په دې راپور کې لیکل شوي دي چې حکومت باید د بین الافغاني خبرو ترسره کېدو له پاره نور پياوړي ګامونه پورته کړي تر څو لاس ته راغلي تاریخي زمینې څخه ګټه پورته او جګړه د سیاسي لارې څخه حل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا هم ویلي دي چې افغانستان کې دایمي سوله په هغه صورت کې منونکی ده چې د ټولنې ټولې برخې په کې ګډون ولري او د مېرمنو ګډون معنا لرونکی واوسي.

په دې راپور کې د مارچ له میاشتې راهیسې تاوتریخوالی د خواشینۍ وړ بلل شوی چې د ښځو، کوچنیانو په ګډون یې د ډېرو ملکي افغانانو ژوند اخیستی دی.

ګوټیرش ویلي چې د جګړې له امله بې کوري، فقر، خراب امنیت او له دې ټولو ستونزو سره په یوه وخت کې د کرونا ویروس د خپرېدو د افغانانو لپاره ګواښ لا زیات کړی دی.

ګوټیرش یو وار بیا په افغانستان کې د اوربند پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو او افغان حکومت له لوري د بندیانو د خوشې کولو لړۍ په پای ته رسېدو سره به د بین الافغاني مذاکراتو نېټه وروستۍ شي.

افغان حکومت او طالبانو دواړو لوریو د بین الافغاني مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی.

د افغان سولې پر سر به بین الافغاني مذاکرات یا د افغانانو ترمنځ خبرې به په قطر کې ترسره شي.

خو عام افغانان په دې نظر دي، دا چې افغانستان له پېړیو پېړیو راهیسې د جرګو او مرکو ټاټوبی پاتې شوی، نو باید بین الافغاني مذاکرات دلته ترسره شي.

دوی وایي، که طالبانو ویریږي او د حکومت تر کنټرول لاندې سیمه کې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کیني، نو د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې دې بین الافغاني مذاکرات وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.