The news is by your side.

طالبانو یو خبریال ژوندی نیولی او بیولی دی

وسله‌ والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د زابل د مرکز کلات اړوند سیمه کې یو محلي خبریال عیسی محمد قلمیار نیولی او له ځانه سره یې وړی دی.

د زابل والي رحمت الله یارمل پرخپله فیسبوک پاڼه لیکې عیسی محمد قلمیار تېره ورځ د زابل شاجوی ولسوالۍ ته تللی و چې بېرته مرکز کلات د تګ پرمهال وسله‌ والو طالبانو له موټره ښکته کړی او نامعلوم لوري ته یې وړی.

عیسی محمد قلمیار شاجوی ولسوالۍ ته دلوې لارې دراپور جوړولو په خاطر تللي و

که څه د وسله‌ والو طالبانو ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو دباوريپه نوم په زابل کې د وسله‌ والو طالبانو یوه ځایي قومندان پر ټولنیزو رسنیو د نیول شوي خبریال عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې د زابل د ملي رادیو ټلویزیون خبریال یې د بندیانو په لېست کې اضافه

د کابل ـ کندهار لویه لار چې د افغانستان د حلقوي سړک لویه برخه تشکیلوي ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

د غه لویه لار له تېرو څو کلونو د سختو جګړو له امله سخته زیانمنه شوې او د ماینوو د چاودنو له امله یې ګڼ لوی پلونه او پلکچونه تخریب شوي دي.

د کندهار کابل لویه لار تر دې مخکې پر دغه لار تلونکو مسافر وړونکو شرکتونو تل د دغه لارې د تخریب شوو ساحو د رغولو غوښتنه کړې وه.

پر دغه لار چې مرګونې ټرافیکي پېښې هم رامنځته شوي موټر چلوونکو یو عمده لامل د لارې خرابوالی بللی.

د کابل کندهار پر لویه لاره اوږدې نا امنۍ مساپر او موټر چلونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوه تنه موټر چلونکي چې کلونه کېږي د کابل کندهار پر لویه لاره موټر چلوي وایي د لارې ویجاړېدو ستونزې ډیرې کړې دي.

د کابل کندهار لویه لاره د افغانستان د ولایتو او د سیمې هېوادونو لپاره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت له پلوه خورا مهمه ده.

د افغان حکومت د معلوماتو له‌ مخې په وروستیو پنځلس کلونو کې تر اته زره کيلومتره ډېر سړکونه جوړ شوي دي.

د یادولو وړده چې په افغانستان کې د خبریالانو ژوند خوندي‌ عقیده نه دی ، هر لوی هڅه کوي‌ چې خبریالان تر خپل کنټرول لاندي راولي‌.

طالبان چې تازه یې د سولي‌ هوکړه کړې تر ډېره د بیان په ازادي‌ عقیده نه لري‌ ،دوی تنقید نه زغمي‌او هیڅ هغه خبریال یې نه دی خوښ چې پر دوی نیوکې وکړي‌.

خبریالانو ته په کار دي‌ چې خپل خوندي‌ توب ته په پام سره داسي‌نشرات وکړي‌ چې د کومي‌ډلي‌یا ګوند په ګټه یا زیان نه وي‌.

هیواد پوپل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.