The news is by your side.

د ګلبدین د تلویزون(بریا) مسئول یو کس شخصي زندان کې ساتلی

خبریال ډاټ کام / د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوي ‌تلویزون (بریا) ټولي تخنکي چارې په بشپړېدو دي‌.‌ددغه تلویزون مسئولیت ګلبدین حمتیار ته نېژدې کس قاضي شبیرته سپارل شوی دی .

قاضي شبیر د تلویزیون یو ګرافیکس مین خپل شخصي‌ زندان ته بیولی دی . لمړی دغه کس د تلویزیون په ودانۍ کې ساتل شوی وو، خو وروسته یې بیا د حزب اسلامي کومي قطعې ته بیولی چې هلته ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي‌.

د حزب اسلامي یوې سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې نیول شوی کس د بریا تلویزون په ګرافیکس برخه کې کار کوي ، او د نورو کارکونکو په څېر عادي‌وګړی دی ، خو د قاضي ‌شبیر له لوري ځکه نیول شوی چې ددغه کس په کمپیوتر کې غربي موسیقي‌موندل شوې ده .

د ګلبدین په مشري ‌اسلامي‌ حزب تر اوسه دا موضوع ته غبرګون نه دی ښودلی ، خو سرچینه وايي چې ګلبدین حکمتیار په کابل ښار کې یوه داسي پوځي قطعه جوړه کړې چې هلته ددوی قاضیان او ددوی څارنوالان پرېکړي‌ کوي .

ګلبدین حکمتیار چې له تېرو نېژدې (۵۰) کلونو په افغانستان کې د جګړې اورته لمن وهي ، اوس تر بل هروخت په ګوندي لحاظ کمزوری شوی ،خو په سیاسي ‌لحاظ یې اوس هم افغانان د پاکستان کلک ملاتړی بولي.‌

د افغانستان ګڼ اوسېدونکي‌ پر حکومت نیوکه کوي چې ګلبدین حکمتیار ته یې د تلویزون د جوړېدو اجازت ورکړی .‌

د کابل یوه اوسیدونکي‌ نظر محمد خبریال ډاټ کام ته وویل :‌« ښه به دا وای چې د پاکستان جیو یا اې اروای تلویزون ته په افغانستان کې د نشراتو لپاره اجازت ورکړل شوی وای ، نه ګلبدین حکمتیار ته .‌ ګلبدین دافغانستان ورانونکی او د پاکستان خواخوږی دی ، حکومت ته په کار دي‌چې د لستوڼي ‌دا مار کنټرول کړي‌او نه دا چې لا نور امکانات ورته ورکول شي‌.»‌

ددغه کس په څېر نظر دافغانستان ګڼ اوسېدونکي‌ لري‌، خو په لویه کې لا هم ګلبدین حکمتیار بوخت دی او سیاسي فعالیت کوي .

د حزب اسلامي ‌له لوري ‌شخصي ‌زندان ته د یوه افغان وړولو ته حکومت هم تر اوسه څه نه دي‌ویلي‌.

که حکومت په بېړنۍ توګه ددغه زنداني ‌پوښتنه ونه کړي‌ او د ګلبدین حکمتیار د شخصی زندانونو پلټنه ونه کړي‌ښايي‌ ستونزي‌را ولاړي شي‌.

خلک وايي چې دا یو مثال دی ؛‌ښايي د ګلبدین حکمتیار په زندانونو کې ګڼ نور افغانان هم زندانیان وي‌او تر اوسه یې اواز چا ته نه وي‌رسېدلی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance