ایا امریکا به د سولي‌تړون لغوه کړي ؟‌

خبریال ډاټ کام/ له آووه ورځني اور کم وروسته تېره اونۍ، د شنبې په ورځ چې د فبروري میاشتې له (۲۹) سره سمون خوري، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې څلور ماده ییز تړون لاسلیک شو. دا تړون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په وړاندې د زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر لخوا لاسلیک شو.

په تړون کې طالبان د دولت او سیاسي ډلې په توګه نه، بلکې د طالبانو په نوم یاد شوي وو او پکې راغللي وو چې له بین الافغاني مذاکراتو وروسته به افغانان یو اسلامي ګډ حکومت جوړوي. دا خبره له ځان سره ډېرې اندېښنې هم لري. یو شمېر سیاسي شنونکي اندېښنه لري چې ګواکې امریکا غواړي په لوی لاس وسوالو طالبانو ته مرال ورکړي او د راتلونکي حکومت یوه لویه برخه ورکړي. په قطر کې د طالبانو له هوکړه لیک لاسلیک کېدو سره هم مهاله کابل ته د امریکا دفاع وزیر راغلی ؤ، نوموړي په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې ګوتڅنډنه وکړه چې که طالبان خپلې ژمنې عملي نه کړي، امریکا به تړون لغوه کړي او د افغان حکومت تر څنګ به ودرېږي.

له دې دواړو مهمو غونډو چې په یوه ورځ او یو وخت ترسره شوې، یوه ورځ وروسته ولسمشر اشرف غني یوې مطبوعاتي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې له طالبانو سره روانې خبرې مشروطې دي او په خبره یې د طالبانو دا خبره چې افغان حکومت به د خپلو۱۰۰۰ بندیانو په بدل کې ۵۰۰۰ طالب جنګیالي ور خوشي کوي، له واقعیت لرې او ناشونی کار دی. ده وویل چې په دومره موده کې د ۱۰۰ کسانو خوشي کول هم دومره اسانه کار نه دی. وړاندې یې د طالبانو د هغه دریځ پر وړاندې هم کلکه ګوتڅنډنه وکړه چې طالبان به له حکومت سره د دولت په توګه نه بلکې د یوې سیاسي ډلې په توګه مذاکرات کوي. ښاغلي غني وویل چې د له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو ساحه محدوده وه، خو په خبره یې افغان حکومت یې مذاکراتي ساحه ورته غټوي.

دا چې وسلوال طالبان مشخص زندانونه نه لري او په کمه پیمانه یې چې لرل، د افغان امنیتي ځواکونو لخوا مات او بندیان ور نه را خوشي شول، اوس طالبانو د خپلو بندیانو د خوشي کولو په بدل کې د عامو خلکو نیولو او بندي کولو ته لاس اچولی تر څو خپل ۱۰۰۰ کسه بندیان پوره کړي. د تېرې دوشنبې په ورځ یې د وردګو په چک ولسوالۍ کې یې کابو ۵۵ عام وګړي له ځان سره بېولي وو، چې لا هم د طالب اورپکو لخوا خوشي شوي نه دي. اوس حالت بیخي پېچلی دی، چې سوله او که جګړه به زموږ راتلونکی برخلیک وي.

بلخوا د سولې لپاره د امریکا او پاکستان په روانو هڅو باور بیخي سخت دی، خو دېخوا ته هم لویې اندېښنې په وړاندې پرتې دي. لومړی دا چې که طالب جنګیالي له حکومت سره د یوې سیاسي ډلې په توګه لیدل غواړي او دولت یې و نه مني، د امریکا او طالبانو پر شوي هوکړه لیک به څه اغېزه وکړي او د ښکېلو لوریو غبرګون به څه وي؟ برعکس که افغان دولت راضي شي او یا راضي کړل شي، چې دولت به د یوې سیاسي ډلې په توګه له طالبانو سره مذاکرات کوي، د حکومت مشروعیت او د شته نظام ساتل به څومره شوني وي، ځکه د طالب تر شا د سیمې په ځانګړې توګه ISI شیطانې استخبارتي کړۍ هم دي او دوی په هېڅ صورت نه غواړي چې افغانستان دې په پښتو ودرېږي.

تر دې ستره اندېښنه بیا دا ده چې په کور د ننه سیاسي حزبونو، مطرح او په حکومت کې ښکېلو سیاسیونو او نورو سیاسي تحریکونو تر منځ هېڅ ډول واحد دریځ نه شته او هر یو یې له ځان سره دنګوي. دې ټولو ژورو او سختو بدمرغیو ته یوازینۍ قرباني ولس او هېواد ورکوي. ولسمشر او ور چاپېره کړۍ یې په خپل ټول ځواک هڅه کوي چې خپل راتلونکي پنځه کلونه مشري تضمین کړي. ډاکتر عبدالله هم غواړي لږ تر لږه د سولې په مذاکراتو د یو کلیدي مشر رول ولوبوي. بل پلو وار له مخې حنیف اتمر د سولې لپاره خپلې هلې ځلې شروع کړې او غواړي ځان په دې برخه کې مخکښ وښيي. له ډاکتر عبدالله را ټوله شوې سیاسي کړۍ هم چوپ نه پاتې کېږي، نو دوی هم د یوه طرف را نیولو په درشل کې دي.

بلخوا طالبان چې کلونه یې په غرونو کې لوږه تېره کړې، له سولې او امنیت راتلو سره سم د ځان لپاره په نظام کې لویه برخه او مناسبې څوکۍ واخلي. دا ټول مخالفتونه او چلنجونه حل کول غواړي او د دې ټولو ستونزو د هواري لپاره د ولس وینه زبېښل کېږي او له ځان سربېره یې مالونه هم لوټ کېږي. تېره اونۍ د طالب اورپکو لخوا د تاوتریخوالي په بېرته ډېرېدو سره په هېواد کې د امنیتي سرتېرو په ګډون تر سلو زیات افغانان ووژل شول.

وړاندې به څه کېږي؟

یو عمومي برداشت دا دی چې د بین الافغاني مذاکراتو سره سم به د موقتې ادارې خبره زیاته زمزمه شي او که اړتیا پېښه شي همدا زمزمه به په حقیقت اوړي. په دې برخه کې لویه ستونزه د ۹۰ لسیزې په شان زموږ د نظام او ځواکونو د ساتنې لپاره ده. که سیاسیون او حکومتي ګدۍ وال همداسې سره پاشلي وي، خدای مه کړه د تاریخ د تکرار صحنه به وینو.

که سیاسیون او حکومت ګډ او واحد دریځ ته لاره برابره کړي، بیا د ځینو لویو چلنجونو د محوه کېدو شونتیا شته ده، خو دا کار یو څه قرباني غواړي او په اوسنیو شرایطو کې د هېواد یو سیاستوال هم دې قربانۍ ته چمتو نه ښکاري. داسې ګنګوسې هم شته چې د سولې مذاکراتو ته د (مصالحې عالي شورا) جوړېږي او مشرۍ ته به یې ولسمشر غني ښایي د داسې یو کس په لټه وي چې د ده لپاره پکې د پینځه کلونو حکومتولي تضمین کړای شي.

که سیاسیون او حکومت ګډ او واحد دریځ ته لاره برابره کړي، بیا د ځینو لویو چلنجونو د محوه کېدو شونتیا شته ده، خو دا کار یو څه قرباني غواړي او په اوسنیو شرایطو کې د هېواد یو سیاستوال هم دې قربانۍ ته چمتو نه ښکاري. داسې ګنګوسې هم شته چې د سولې مذاکراتو ته د (مصالحې عالي شورا) جوړېږي او مشرۍ ته یې ولسمشر غني د داسې یو کس په لټه دی چې د ده لپاره پکې د پینځه کلونو حکومتولي تضمین کړای شي.

د هېواد د څلورو لسیزو بدمرغیو ته په کتو په کار ده چې طالب وسلوال او دولت په خپلو غبرګونو کې انعطاب او نرموالی راولي. پرې نه ږدي چې د افغانانو په برلیک د سیمې او نړۍ روانه لوبه یو بل تریخ څپرکي ته د ننه شي. افغانان د سولې تږي دي او دوی دې پرېږدي چې د سولې تر چتر لاندې هوسا ژوند وکړي.

لیکوال: مطیع الله همدرد

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy