The news is by your side.

اسلام اباد کې د ښځو پر مارچ ډبرې ‌وه اورول شوې

خبریال ویبپاڼه/ په اسلام اباد کې د ښځو د ازادۍ لاریون (عورت ازادي مارچ) باندي ډبري‌ وه اورول شوې .

په دغه برید کې د ګڼو ښځو سرونه هم مات شوي دي . په پېښور کې د خبریال ډاټ کام همکار اجمیر خان وايي چې ډبري اصلآ د نورو لاریون والو له لوري‌ اورول شوې دی چې د عورت آزادي‌مارچ خلاف یې لاریون کاوه .

زما وجود زما اختیار تر نوم لاندي‌ په پاکستان کې د ښځو له لوري‌ یوه نوې لړۍ پیل شوې وه چې لار یونونه یې د ښځو د نړۍ والي‌ ورځې لپاره جوړ شوي‌وو.

ددغه لار یونونو په سله سله کې د پآکستان په بیلا بیلو ښاروو کې مارچ وشو خو د اسلام اباد پر مارچ ډبري‌ وه اورول شوې.

د نارينه و په وړاندې د ښځو مساوي حقوقو له پاره د څوو لسيزو کوښښونو سره سره اوس هم په نړۍ کې ډيری کسان له ښځو څخه  نارينه پورته ګڼي. ملګرو ملتونو د پراختيا او رغاوني اداري په دي ورستيو کې د خپلو څيړنو پايلې کې جوته کړې او د ښځو نړيوالې ورځ (۸ مارچ) په درشل کي خپره کړې وه.

د دغه پروګرام رپوټ کي راغلي چې په نړۍ کې له لسو کسانو څخه يې نهه د ښځو په اړه له مخکې قضاوت لري. په ټوليزه توګه د نړۍ په  ۷۵ هيوادونو کي له خلکو پوښتنې شوې او نيماي پوښتل شوي کسان په دې باوردي چې نارینه د ښځو په پرتله په سیاسي ډګر کی ښه رهبران دي. ۴۰ سلنه يې بیا په اقتصاد کي د  مدیریت په برخه کي نارینه بهتر ګڼلي.

په پاکستان کې ښځې دغه برخه بدلول غواړي او هځه یې داده چې خپل واک په خپل لاس کې واخلي‌. خو بل لورته د ښځو په وړاندي هم نور توندلاري‌ هم میدان ته راوتلي‌ دي .

په اسلام اباد کې د ښځو د ازادۍ لاریون (عورت ازادي مارچ) او د مذهبي ګوندونو لخواحیا مارچڅنګ په څنګ ترسره شول.

ښځې وايي‌ چې د حیا مارچ ګډون والو پر دوی ډبري‌اوره ولې دي‌.

  

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.