The news is by your side.

محسن داوړ او علي‌ وزیر د تورخم له لاري‌ راغلل

خبریال ویب پاڼه/ د ولسمشر غني د لوړي مراسمو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښان د تورخم له لاري‌ راغلل.  دواړه مشران چې د افغانا ځوانانو له لوري بدرګه کېدل خوشحاله ښکارېدل .

تېره ورځ د پآکستان حکومت پردغو مشرانو بندیز لګولی وو چې نن د ولسمشر غني‌ د لوړي‌ په مراسمو کې ګډون ونه کړي‌، خو وروسته د پاکستان د لمړي‌وزیر عمران خان په ځانګړې امر دوی ته اجازت ورکړل شو.

داوړ او علي وزیر ته تورخم ته لوی شمېر افغان ځوانان او د بښتون ژغورنې غورځنګ خواخوږي ورغلی وو.

دا دواړه مشران به نن تر غرمې وروسته د ولسمشر غني د لوړي‌په مراسمو کې ګډون کوي‌. تر علي‌ وزیر او محسن داوړ وړاندي‌کابل ته په رسیدلي پښتنو سیاسي مشرانو کې د عوامي نېشنل ګوند مرستیال مشر حاجي غلام احمد بلور، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی محمود خان اڅګزی، د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی مرکزي وزیر او د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو، د عوامي نېشنل ګوند پخوانی سېنټر افراسیاب خټک او د قامي اسمبلۍ ښځینه غړي بشرا ګوهر او جمیله ګیلاني شامل دي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ په مشرۍ کې فرحت الله بار د یوې څلورکسیزه ډلې مشري کوي.

د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبې پخوانی ایالتي وزیر اصغرخان اڅکزی او د خېبر پښتونخوا پخوانی ایالتي وزیر حاجي هدایت الله او بریګېډیر ریټاېرډ محمد سلیم خان هم د حاجي غلام بلور په مشرۍ کې د خپل ګوند استازيتوب کوي.

د دې تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ډاکټر سید عالم مسید، عبدالله ننګیال، فضل خان وکیل او رحیم شاه وکیل هم کابل ته رسیدلي.

ټاکل شوې وه چې نن په کابل کې تر غرمې وړاندي‌ د ولسمشر غني‌د لوړي‌ مراسم تر سره شي‌، خو دا مراسم څوساعته وځنډېدل .

په کابل کې سخت امنیتي تدبیرونه نیول شوي‌ ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به نن له غرمې وروسته د دوهم ځل لپاره د ولسمشري لوړه وکړي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.