The news is by your side.

د پي ټي اېم دوه مخکښو غړو پسې چورلکه ولېږل شوه

خبریال ویب پانه/وروسته له هغه چې د پاکستان د لومړي وزیر لخوا کابل ته د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مخکښو غړو علي وزیر او محسن داوړ ته د تګ اجازه ورکړل شوه، نن سهار د تورخم له لارې ننګرهار ته راغلل.

د ننګرهار مرستیال والي، د تورخم ښاروال او نورو ملکي او پوځي مسؤلینو په تورخم کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو علي وزیر او محسن داوړ هرکلی وکړ او د جلال آباد ښار په لوري روان شوي دي. ټاکل شوې ده په یوه چورلکه کې کابل ته ولېږدول شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د همدې مېلمنو لپاره د خپلې لوړې مراسم د دوو ساعتونو لپاره وخنډول او هوايي ځواک ته یې امر کړی چې ننګرهار ته چورلکه پسې واستوي او په پوره درناوي یې کابل ته را ستانه کړي.

پتېیل شوې وه د لوی افغانستان دغه دوه مخکښ سالاران پرون (یکشنبې) کابل ته د کوزې پښتونخوا له یو شمېر نورو مخکښو سیاسیونو سره راشي، خو د پاکسان حکومت لخوا ورته د اسلام آباد هوایي ډګر کې اجازه ورنکړل شوه. هماغه شېبه محسن داوړ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې افغانستان ته د تګ خبره یې وار له مخې له پاکستان حکومت سره شریکه کړې وه. وروسته بیا د لومړي وزیر عمراخان په هدایت سره اجازه ورکړل شوه چې افغانستان ته لاړ شي.

تېره شپه کابل د افراسیاب خټک، بشرا ګوهر، عبدالله ننګیال او یو شمېر نورو پښتنو کوربه ؤ.

په کابل ښار کې نن دوشنبه عمومي رخصتي ده او په عامه واټونو، کوڅو او څلورو لارو کې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.