The news is by your side.

په امریکا کې وسله وال برد (۱۲)‌کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

خبریال وېبپاڼه – دامریکا متحده ایالاتو د منها پولیس ښار کې وسله والو په ناببره توګه د عامو خلکو پر لور د ټوپکو خولې را واړولې .‌ عیني‌شاهدان وايي چې له توپیر پرته پر عام ولس باندي ټوپکوالو ډزي پیل کړې چې ګڼ کسان یې وویشتل .

پولیسو ویلي چې (۱۲) کسان ویشتل شوي‌چې یو یې په روغتون کې مړ شوی او (۱۱) نور یې ټپیان دي‌.

تر دم ګړیه ددغه برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او پولیسو هم تر اوسه د کوم کس د نیولو خبره نه ده کړې .‌

پولیسو تر اوسه پورې دا نده معلومه کړې چې دا برید د څو تنو لخوا شوی دی.

د مینیاپولیس پولیسو د پيښې په ځای کې په تحققاتو پیل کړی دی. په شاوخوا سیمو کې د شواهدو په راټولو پيل کړی دی.

پولیسو د پيښې په اړه د عینې شاهدانو بیانونه اخیستي‌ دي او په شاوخوا سیمو کې د امنیتي‌ کمرو د فلمونو په راټولو پيل کړی دی.

تر اوسه پورې د پيښې په تړاو څوک ندي‌ نیول شوي.

بل لورته د لندن د ریډینګ ښار د پرونۍ پېښي عامل ترهه ګر پېژندل شوی او په هغه پېښه کې هم ۳ تنه وژل شوي‌وو.

د چاقو ګانو دا برد چې پرون په لندن کې وشو په روان کال کې بېساری برید بلل کېږي .   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.