The news is by your side.

قریشي؛ هند په افغان سوله کې ریښتینی نه دی

خبریال وېب پاڼه/پاکستان داسې مهال په افغان سوله کې د هندوستان په دریځ باندې شک ښیي چې تېرې کابو دوې لسیزې په افغان کشاله کې پاکستان په مستقیمه او یا غیر مستقیمه لاس درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي هند د افغان سولې لپاره ریښتینی نه دی او په وینا یې دغه هېواد په افغانستان کې سوله نه غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په روانه اوږده کشاله کې د پاکستان مستقیم او غیر مستقیم لاس شته دی. د افغان حکومت او د امریکا په ګدون د نړیوالو لخوا وخت ناوخت پاکستان د ترهګرو ډلو په انسجام او روزنه باندې تورن کړی دی.

څه موده مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت هم پاکستان په افغانستان کې د ترهګرۍ یوازینۍ ملاتړی هېواد وباله.

د همدې روانې جون میاشتې په دریمه نېټه هند په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په هکله خپاره شوي راپور ته اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې پاکستان دې په افغانستان کې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ سریسوتي هغه مهال پاکستان ته په اشاره ویلي وو چې دوی له اوږدې مودې په افغانستان کې د د دغه هېواد لخوا د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په تېره بیا د القایدې سره په همغږي کولو کې د پاکستان پر ونډه څارنه کوي. نوموړی همداراز وویل چې پاکستان د یادو شویو ټولو ترهګرو ډلو د انسجام او همغږۍ اصلي لوبغاړی او مرکزیت دی.

وسله وال مخافین چې د پاکستان د څارګرې ادارې کلک ملاتړ له ځان سره لري، په دې وروستیو کې د جنګي تکتیک په بدلولو سره په افغانستان کې دیني علماء، د نظر خاوندان او ټول هغه ملکي او نظامي وګړي چې د هېواد پالنې او اسلام سالارۍ کلکې عقیدې لري، په نښه کوي او په شهادت یې رسوي.

که څه هم ښکاره نه ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا غبرګون ولې ښودلی دی خو زیاتوي چې هند د افغانستان په چارو کې صادقانه چلند نه کوي او دلته د سولې او ثبات د راتګ ملاتړی نه دی.

نوموړی تور پورې کوي چې دغه هېواد په افغانستان کې په ځینو برخو کې په نا ارامیو کې هم لاس لري. قریشي همدا راز ادعا کړې چې د پاکستان په ځينو برخو کې هم د هند په اشاره نا امنیو ته لمن وهل کېږي. پاکستان داسې مهال دغه ادعا کوي چې په ځلونو د هند او ګڼو نورو هېوادونو له لوري په افغانستان کې د ترهګرۍ په ملاتړ او د جګړو په دوام تورن شوی دی.

پاکستان په افغانستان کې د جګړې د ملاتړ او له ترهګرۍ سره د همکارۍ له امله د ګڼو نړیوالو سازمانو له بندیزونو او محدودیتونو سره هم مخ شوی دی خو بیا یې هم د ترهګرۍ پالنې شا پرېښې نه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.