The news is by your side.

د ۲۰۱۷ کال دغه ورځ افغانستان د کرېکټ بشپړ غړیتوب واخیست

خبریال وېب پاڼه/د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې اوس مهال د کرېکټ په ډګر کې په نسبي توګه لوړ مقام ته رسېدلې ده، دری کاله وړاندې همدا ورځ یې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چې خپل نړیوال سفرونه کې کابو شل کاله وړاندې پیل کړل، له نن څخه دری کاله مخکې همدا ورځ یې د کرېکټ له نړیوالې شورا څخه د بشپړ غړیتوب ویاړ ترلاسه کړ.

کرېکټ که څه هم اوس مهال په کرېکټ بورد اداره کې د ځینو فسادونو له امله د افغانانو جنون او د لېوالتیا وروستي حد کې نه دی خو کلونو وړاندې د افغانانو لپاره یوازینۍ هیله، سرګرمي او خوشالي همدا کرېکټ بلل کېده.

د ۲۰۰۱ کال په لومړیو میاشتو کې یو شمېر پخواني لوبغاړي چې تازه له کوزې پښتونخوا څخه افغانستان ته د کډوالۍ له شپو ورځو راغلي وو او د افغانستان په خاوره تازه د طالبانو د جګړې تنور سوړ شوی ؤ، دلته یې په سیمه ییزه کچه کرېکت پیل کړ خو په څو کلونو کې یې د نړیوالو پام ځانته را واړاوه او زیاتې لاسته راوړنې یې خپلې کړي.

په لومړیو کې یې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره د کرېکټ په ډګر کې د دریمې درجې هېواد غړیتوب خپل کړ، څه موده وروسته یې دویمې درجې هېواد ته صعود وکړ خو افغان ملي لوبډله چې د ولس له کس سارې مینې او ملاتړ څخه برخمنه وه، دا سفر یې دومره چټک کړ چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د همدې جون میاشتې په ۲۲ مه نېټه د کرېکټ له نړیوالې شورا څخه د بشپړ غړیتوب ویاړ خپل کړ.

د کرېکټ په تېرو دوو لسیزو کې لوبغاړو او کرېکټ بورډ ډېرې هسکې ټېټې هم تېرې کړې. داسې وخت هم ؤ چې ملي لوبغاړو به د لوبېدو پر مهال د سپورټ د ځانګړو بوټانو د اخیستلو توان نه درلود، خو اوس مهال داسې ستوري هم لرو چې په ډېر کم عمر کې ملیاردر شول. محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدران یې غوره بېلګې دي.

دوی نه یوازې د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې ښه ځلېدلي دي بلکې د نړیوالو لیګونو پام یې هم ځانته ور اړولی دی. اوس له آسیایي هېوادونو سربېره په اروپایي او امریکایي هېوادونو کې هم د سوداګریزو لوبو کولو ویاړ له ځان سره لري چې هم ځان او هم افغان کرېکت بورډ ته ملیونونه ګتې راوړي.

کرېکټ بورډ هم په خپله ټویټر پاڼه لنډکی متن خپور کړی او ویلي یې دي چې دری کاله وړاندې په همدې ورځ افغانستان د کرېکټ بشپړ غړیتوب خپل کړ.

په دې وروستیو کې ډېری افغانان د کرېکټ بورډ له چارواکو او د ځینو لوبغاړو له کړو څخه ناراضه دي. د یادونې وړ ده چې په تېر نړیوال جام کې پر ځینو لوبغاړو او چارواکو باندې د کم کاریو او قصدي ستونزو جوړولو تورونه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.