د تورخم لار د افغان صادراتو پرمخ پرانيستل شوه
خبریال وېب پاڼه / د تورخم سوداګریزه لار چې له څو میاشتو راهیسې تړلې وه او افغان صادرات له دې لارې نه ترسره کیدل نن پرانیستل شوه.
د تورخم چارواکي وایي دا لاره نن شاوخوا ۱۰ بجې رسما د سوداګریزو توکو د صادرولو لپاره خلاصه شوه او په خبره یې، چې ټاکل شوې نږدې ۴۰ لارۍ چې په کې ترکاري، تازه مېوې او ځینې نور توکي بار دي، کوزې پښتونخوا ته واوړي.
د توخم ښاروال زیارمل افغان بیا وایي، چې دا لاره د ځانګړو شرایطو په صورت کې پرانستل شوې ده.
افغان وایي، له دې لارې به تازه سبزیجات صادریږي او له پاکستاني لوري به بیا خوراکي توکي او ساختماني مواد رواړل کیږي.
نوموړی زیاتوي، د پاکستاني لوري ټینګار په دې وو چې هره ورځ دې ۲۵ لارۍ صادریږي خو زیاتوي چې افغان حکومت بیا تر ۲۰۰ لاریو د صادراتو غوښتنه کوله چې اوس صادرات پيل شول.
د تورخم د سوداګریزې لارې له تړل کیدو سره په دې ولایت کې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې وې.
سوداګر وایي، په تیرو څو میاشتو کې یې ډیر زیات زیانونه ولید ځکه د دوی په خبره لاره تړلې وه او د دوی صادرات پاکستان ته نه ور پریښودل کیدل.
دا پوله وروسته له هغې وتړل شوه کله چې د کرونا ویروس په هرات ولایت کې لومړنۍ مثبته پیښه ثبت شوه او پاکستان د دې ویروس د مخنیوي لپاره دا لاره وتړله.
سوداګر وایي، که څه هم وروسته له ډير ځنډه دا لاره پرانستل شوه خو د دوی په خبره اوس هم سروخت دی او خوښ دي چې صادرات یې پيل شول.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونه بیا وایي دوی به له دې لارې تازه سبزي او میوې صادروي او له هغې غاړې به خوراکي او ساختماني مواد واردوي.
په ورته مهال خلک خوښ دي چې دا لاره د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره پرانیستل شوه ځکه دوی وایي د دې دروازې له تړل کیدو سره د توکو بیې ډیرې لوړې شوې وې.
د اقتصادي چارو کارپوهان د لارې خلاصیدل ښه بولي خو وایي له دې وړاندې یې تړل کیدو سره دواړه غاړو ته په زیان دی.
دوی وایي که چیرې پر دې لاره سوداګري بیرته فعاله او دوامداره روانه شي نو ښايي ډير ژر د خرڅلاو د توکو په بیو کې ډیر ټیټوالی راشي هغه څه چې ولسونه یې غواړي.
بل لورته د تورخم سوداګریزې لارې ترڅنګ د چمن او غلام خان سوداګریزې لارې هم د سوداګریزو توکو د صادرولو لپاره هم پرانیستل شوې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.