افغانستان د ٤٨ میلیارد افغانۍ بودجې له کسر سره مخ دی

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان حکومت میلیاردي بودجې کسر!

مالیې وزارت وايي، افغانستان د کرونا ویروس ګواښ له امله ١٥ میلیارده افغانۍ د تېر کال پرتله کم عواید لرلي دي.

مالي او بودجې کمیسیون وايي، چې د افغانستان حکومت باید د نړیوالې ټولنې په مرستې سره دا تشه ډکه کړي او پراختیايي پروژو کار له سره پيل کړي.

د مالیې کال شپږو لومړیو میاشتو کې افغانستان د خپل عوایدو لرونکو سرچینو څخه اوه اویا میلیارده افغانۍ راټولې کړي دي، د تېر کال ورته مودې په پرتله پنځلس میلیارده افغانۍ د کرونا ویروس له امله د ګمرکونو تړل پاتې کېدو او د اقتصادي فعالیتونو کموالي له امله عوایدو کموالی موندلی.

د مالیې وزارت وایي راتلونکو شپږو میاشتو په لړ کې د عوایدو زیاتوالي لپاره هڅې دوام لري.

د ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسیون وایي افغانستان د کورنیو عوایدو په برخه کې د پیسو نړیوال صندوق ټاکل شوې موخې څخه وروسته پاتې دی او د اته څلویښت میلیارد ډالري بودجې کسر سره مخامخ دی.

یو شمېر اقتصادي شنوونکي په دې باور دي چې د حکومت د عوایدو کموالی، هېواد د اقتصادي رکود او د بودجې کسر سره مخ کړی او حکومت باید دغې ستونزې څخه د وتلو لپاره د منځنۍ بودجې په تعدیل او لګولو کې همغږي رامنځته کړي.

وزارت خونو او بودجوي بنسټونو هم په ولایتونو او لېرې پرتو سیمو کې لږې پروژې پلي کړې دي.

د مالیې وزارت شمېرې ښیي چې ټول بودجوي واحدونه د مالي کال په شپږو میاشتو کې، خپله دېرش سلنه پراختیایي بودجه لګولې ده.

د افغانستان روڼتیا څار ډله وایي، د بودجې چمتو کېدو او پلي کېدو بهیر په برخه کې د خلکو او ولایتي شوراګانو ونډې کموالی موندلی چې دغه چاره د فساد لپاره آسانتیا برابروي.

تمه کېده چې افغانستان په ١٣٩٩ کال کې له ګمرکونو او نورو عواید لرونکو سرچینو څخه دوه سوه نهه میلیارده افغانۍ راټولې کړي، خو په تېرو شپږو میاشتو کې د حکومت د عوایدو کچه اوه اویا میلیارده افغانیو ته رسیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More