The news is by your side.

غلام خان بندر د سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستل شو

خبریال وېب پاڼه/ د غلام خان سوداګریز بندر د سوداګریز توکو پر مخ خلاص ش او د سوداګریزو توکو بار موټرونه پرې تېر شول.

د خوست ولایتي ادارې د دې لارې د پرانیستو سره سم ټول هغه امکانات او تدابیر چې مهم او اړتیا یې ده په پام کې نیولي.

نن ورځ د خوست سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګرو او خوستوالو له خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي مننه وکړه، چې د غلام خان لارې د ټرانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې یې د لومړي ځل لپاره منظمه طرحه او پلان جوړ کړ، چې د همدې پلان او طرحې له مخې د غلام خان ټولې اړتیاوې به بشپړ او د سوداګرو ستونزې به ورسره هوارې شي.

دوی په خپلو خبرو کې د ولسمشر غني له ځانګړې پاملرنې هم مننه کړې او په دې برخه کې یې د دوی هڅې د قدر وړ بللي دي.

سوداګرو په خپلو خبرو کې د غلام خان په اړه په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر، په ملي شورا کې د خوست د خلکو استازو، د بهرنیو چارو وزارت، د سوداګرۍ او صنایع وزارت، هڅې ستایلي دي او د دوی له هڅو یې مننه کړې.

دا لار د هېواد له مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کیږي، چې د پاکستان سوداګریز مرکز کراچۍ ته له نورو لارو نږدې او ګټوره لار ده.

په هم مهاله توګه د تورخم او سپین بولدک لارې هم د سوداګرو او خلکو پر مخ پرانیستل شوې.

د پاکستان د بهژنیو چارو وزارت ویلي، د تورخم او سپین بولدک ټرانزیټي لارې د افغان حکومت په غوښتنه او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه والي په موخه پرانیستل شوي.

د دې وزارت له لوري په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي وو، چې پرته له شنبې به نور د اوونۍ شپږ ورځې د تورخم او چمن لارې پرانیستې وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.