The news is by your side.

که څوک مطالعه کوي، غوره لار یې کومه ده؟

خبریال وېب پاڼه / انسانان له پیدایښته تر ننه پورې له مطالعه کولو د لرېوالي په صورت کې همېش له ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي.

هغوی چې له مطالعې بې برخې دي، محدود افکار او د ژوند انډول یې له لاسه ورکړی.

مطالعه ده چې انسان ته فهم او پوهه ورکوي، تر څو وپوهېږي چې د یوه کار ښه او بد عواقب، مثبتې او منفي پایلې، شخصیت جوړونه او پېژندنه او ان د هر کار د ترسره کولو مخکې انسان مجبور دی چې مطالعه وکړي او خپل کار په پوره ډاډ سره ترسره کړي.

مطالعه یواځې د کتاب لوستل نه دي، بلکې د ژوند د هرې شېبې پېژندل او په هغې کې د ژوند کولو اصول،ګټې او زیانونه په سم ډول درک کول او د لاسته راوړلو لپاره یې پرته له کومې وېرې عملاً اقدام کول دي، تر څو خپل پلان شوی هدف په سم ډول ترلاسه کړي.

مطالعه ده چې تاسو ته د خبرو کولو ځواک دربخښي. مطالعه ده چې ستاسې ذهني قوت لا پیاوړی کوي.

مطالعه ده چې ستاسې پر شخصیت جوړونه، اخلاقو، علمیت او د ژوند په ښه رهبري کولو توان او موقع درکوي.

که د مطالعې پر ارزښت هر څومره بحث وکړو نو لوی لوی مقالات به پرې ولیکل شي.

همدومره بسنه کوي نو راځم اصلي هدف ته چې د غوره مطالعې لپاره باید کوم کارونه ترسره کړو، تر څو ښه مطالعه وکړای شو.

د مطالعې پرمهال درې مهم ټکي:

د مطالعې کولو مخکې باید درې مهم ټکي په نظر کې ونیول شي، څو د مطالعې پر وخت له ستونزو سره مخ نشئ چې هغه درې اصله عبارت دي لکه

* ـ د مطالعې ځای

*- د مطالعې وخت

*- د مطالعې ډول

تر ټولو مهمه خبره د مطالعې په برخه کې د ځای ټاکل دي چې غوره او داسې ځای ورته انتخاب شي چې له شور، تګ و راتګ او ممانعتونو څخه خوندي وي.

که چېرته منظم او پُرسکونه چاپیریال انتخاب نه کړو نو مونږ نه شو کولای چې په پوره دقت مطالعه وکړو او له مطالعې خوند واخلو.

همدارنګه د غوره مطالعې لپاره د مطالعې وخت ټاکل ډېر اهم دی. که غواړئ چې غوره مطالعه په سم وخت کې وکړئ نو د ورځې په پیل یعنې په سهار پیل کېدو سره او د شپې په وروستیو شیبو کې غوره وختونه د مطالعې بلل کېږي.

سهار له خوبه د پاڅېدو په صورت کې لږ ورزشي حرکات ترسره کړئ او ترې وروسته بیا مطالعه کول ډېره ګټه لري ځکه چې تاسې روحاً ارام اوسئ.

دریم قدم تر ټولو مهم دی چې تاسې باید د مطالعې ډول وټاکئ. د مطالعې د ډول ټاکل خپل ذوق ته په کتو انتخاب کړئ او هغه ډول یې انتخاب کړئ چې تاسې په کې ځان راحت احساسوئ او مطالعه په کې کولای شئ.

هغه مهم ټکي، چې د مطالعې پرمهال ورته لوستونکی دقت کوي:

۱:ـ  د مطالعې لپاره ارام چاپیریال انتخابول

۲:ـ  د خپلې خوښې وړ مطالعې ته لېوالتیا ښودل ( په دې مانا چې تاسې هغه څه مطالعه کړئ چې ذوق او علاقه ورسره لرئ.)

۳:ـ  له مطالعې مخکې ځیني ورزشي حرکات ترسره کول

۴ :ـ  پر سملاسته له مطالعې ډډه کول

۵:ـ د مطالعې پر مهال ذهني واحد تمرکز پیاوړی کول

۶:ـ  د ژبې د تېزوالي تمرین (څو کلمات ژر ژر تلفظ کړئ)

۷:ـ  د ټولو لوستو کلماتو پر سم تلفظ ډېر دقت نه کول

۸:ـ د لوستل شوې موضوع اړوند فکر کول

۹:ـ لوستل شوې موضوع پر خپله ژبه راوړل او پرې انفرادي بحث کول

۱۰:ـ هغه موضوعات چې ستاسو د لېوالتیا وړ نه وي، له هغه موضوعاتو سره یو ځای مطالعه کول چې ستاسې د ذوق او علاقې وړ وي.

۱۱:ـ  د مطالعې پر مهال له خلکو سره له بحث کولو ډډه کول

۱۲:ـ  تلویزون یا کومې تفریحي

وسیلې سره یوځای له مطالعې ډډه کول، منظم او ارام چاپیریال غوره کول

۱۳:ـ  د مطالعه شوي متن او موضوعاتو وروسته د همغې اړوند څو کرښې لیکل

۱۴:ـ  د مطالعه شوي متن او موضوعاتو څخه عملاً ګټه اخېستل

۱۵:ـ  د ستړیا یا د تګ پرمهال مطالعې څخه ځان ساتل، ځکه چې تاسو ورته ذهناً چمتو نه یاست او پرته له عبارت لوستلو تاسې ته کومه فایده نه رسوي.

۱۶:ـ  د مطالعې کولو مخکې تازه مېوې د امکان تر حده خوړل

۱۷:ـ  د مطالعې څخه مخکې دغوړو او درندو خوړو څخه ځان ساتل

نوټ: د دې لپاره چې ښه وپوهېږئ، ښه مطالعه وکړئ.

لیکنه او راټولونه: عزت الله خاطر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.