The news is by your side.

د خلیلزاد د سولې سفرونه او سیاسي ننګونې

خبریال وېب پاڼه/ دوه کاله کیږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده آیالاتو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې لپاره سفرونه پیل کړي دي، خو د سیاسي ننګونو، ستونزو شکونو او اشتباهاتو نه خلي نه وو.

دوحې، پاکستان، روسیې، چین، اروپا، هندوستان او افغانستان ته د خلیلزاد د ١٨میاشتو پرلپسې سفرونو وروسته، د فبرورۍ په ٢٩مه نېټه په دوحه کې د امژیکا متحده آیالاتو او اسلامي آمارت ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه.

دا هوکړه لیک د افغان حکومت او اسلامي آمارت تر منځ د سولې پر پروسې پیل شو، پر دې مشروطه وه، چې د اسلامي امارت ٥٠٠٠ بندیان او د افغان حکومت ١٠٠٠ بندیان باید خوشې شي، تر څو اسلامي آمارت حاضر شي چې د مذاکرې پر مېز د افغان حکومت سره خبرو لپاره کیني،چې اوس مهال د اسلامي آمارات او افغان حکومت له لوري دا لړۍ مخ پر خلاصېدو ده او موږ افغانان به ډېر ژر د بین الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو شاهدان واوسو.

د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفرونو له پیله تر اوسه، په ټولو سفرونو کې د خلیلزاد د کوښښونو او هڅو نه زموږ د هېواد د مشرانو ملاتړ او د یو شمېر شکونه او ګمانونه هم شته.

د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له آره افغان دی او له افغانستان سره ډېر یا کم زړه خوږی لري، هڅه کوي چې د سولې لپاره د افغانانو سره لاسنیوی او یاري وکړي، تر څو سوله په افغانستان کې ټنیګښت ومومي او افغانان په خپل هېواد کې سوله او امنیت حس کړي او د ژوند ټولو کارونو ته په یوه سوله اییزه فضا کې ورسیږي.

په دې وروستیو کې چې د سولې پروسه زموږ افغانانو ترمنځ په رنګ اخیستلو کې ده، یو شمېر مخالفې ډلې د سولې په برخه کې د خلیلزاد هڅو او کوښښونو ته د شک او اشتباه په سترګه ګوري.

خلیلزاد تر هر څه وړاندې کوښښ کړی تر څو لومړی د امریکا ستونزې له طالبانو سره حل کړي او له هغې وروسته یې ډېرې هڅې کړي چې د سولې د پروسې ستونزې افغانان په خپلو منځونو کې حل کړي او د سولې سره د مرستې لاس اوسي.

هر ځل پاکستان او دوحې ته سفرونه پر لاره اچوي، چې په همدې حال کې زموږ ګاونډی هېواد پاکستان پر طالبانو خلاص لاس او ډېر اغېز لري، او پاکستان هغه هېواد دی، چې مطلقاً د افغان سولې په پروسه کې رول لري، خلیلزاد هڅه کوي، چې قناعت کوونکی ځواب د هغوی لپاره اوسي او همدارنګه د افغان سولې په پروسه کې د سیمې اړوندو هېوادونو ته، د دې سفرونو په لړ کې یې همدارنګه څو ځلې هند ته سفر وکړ، تر څو هغوی قانع کړي او د هغوی له اغېزې د سولې په پروسه کې ګټه واخیستل شي او د سیمې ټولو هېوادونو په مرسته ډېر ژر د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي.

دا ټول هېوادونه د افغانستان په اوسني وضعیت کې دخیل دي، او دوی په مرسته کېدلی شي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره مثبت او اغېزمن ګامونه واخیستل شي او دا ټول سفرونه د دې لپاره دي، چې د افغان سولې په پروسه کې تضمین نور هم زیات شي او د سولې پایې په افغانستان کې کلکې شي، سیاسي پالیسي، اقتصادي، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره به دوستي د افغانانو په لاس کې اوسي څو د سولې پایې کلکې شي او ټوله اییز تضمین رامنځته شي.

همدارنګه په دې وروستیو کې د خلیلزاد د کورنۍ پر غړو تورونه پورې شول، چې په اصل کې موږ یې حق نه لرو او نه موږ پورې اړوندیږي، ځینې اوازې دي، چې د خلیلزاد زوی په یوه بهرنۍ کمپنۍ کې د اسیا د برخې مسؤول دی او یا د نوموړي کورنۍ د افغانستان د معدنونو قرارداد اخیستی، د خلیلزاد د کورنۍ د غړو ټاکنه ممکن په اړونده برخه کې د هغوی د تجربو پر اساس وي او یا هم نور دلیلونه لرلی شي، خو د افغانستان معدنونه د افغانانو په لاس کې دي او اوس مهال هم د هېواد یو شمېر معدنونه د بهرنیو کمپنیو سره په قراردادونو کې دي، چې موږ افغانانو ورکړي او زموږ اړوندیږي.

ډېر ښه په وروستیو کې غواړم، ووایم، چې دا ټول تهمتونه او تورونه بې ځایه دي، په بهرنیو کمپنیو کې د خلیلزاد د کورنۍ د غړو ټاکنه موږ پورې اړه نه لري او معدنونو قراردادونه هم موږ افغانانو سره دي نو پر نورو د تورونو حق نه لرو تو دا ټول تورونه او تهمتونه د سولې په پروسه کې مرسته نه کوي.

نو زه د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه له افغان سیاسیونو او مشرانو غواړم چې راځﺉ! د امریکا له کوښښونو د سولې په پروسه کې ملاتړ وکړو او ټول سره په ګډه ودریږو او د خلیلزاد سره په دې پروسه مرسته او یاري وکړو، څو د امریکا په ملاتړ د سولې پروسه بریالۍ کړو او د څو لسیزو له دې جګړو خلاصون ومومو، د طالبانو سره سوله وکړو، هغوی زمو وروڼه دي او له سولې وروسته ټول په یو لاس په هېواد کې د نورو ستونزو او د پردیو د جنګو پر وړاندې مبارزه وکړو.وکړو

موږ افغانان بله چاره نه لرو، باید امربکا متحده ایالاتو له هڅو ملاتړ وکړو او د هغوی په مرسته د سولې پروسه بریالۍ کړو، یو لاس شو او د هېواد د ستونزو او د پردیو د جنګي نیتونو سره په ګډه مبارزه وکړو.وکړو

لیکنه: نصرت الله هېواد وال

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.