The news is by your side.

د خوست په زندان کې د زندانیانو اعتصاب پای ته ورسید

خبریال وېب پاڼه/ د خوست چارواکي وایي د دې ولایت په زندان کې د زندانیانو اعتصاب نن د یکشنبې ورځې ناوخته ماسپښین پای ته ورسیده.

لسګونه زندانیانو په خوست کې له شنبې ورځې راهیسې خپلې خولې د اعتراض په ډول ګنډلې وې.

زندانیانو اعتصاب په دې موخه کړی وو، چې ویل یې دوی دوسیو ته پر وخت نه رسیده ګي نه کیږي او نه یې هم غذایي رژیم سم دی.

زندانیان وایي دوی ته دغه راز خپلو کورنیو سره د ملاقاتونو اجازه هم نه ورکول کیده او د دوی په خبره د دې ترڅنګ په دې زندان کې د زندانیانو زیاته ګڼه ګوڼه او په زندان دننه د نشه یي توکو پير او پلور هم له یو له هغو لاملونو څخه وو چې دوی یې اعتصاب ته اړ کړي وو.

د دې بندیانو د ستونزو اوریدو لپاره د خوست مرستیال والي هم زندان ته په دې موخه ورغلی و او دا د دې لامل شو چې بندیانو خپل اعتصاب پای ته ورساوه.

د زندانیانو له ډلې هاشم دراز د اعتصاب کوونکو په استازیتوب رسنیو ته ویلي، چې دوی ځکه اعتصاب کړی وو چې چا یې غږ نه اوریده او نه یې هم پوښتنه کیدله.

یو بل زنداني سردار محمد بیا په زندان کې د پولیسو له ناسم چلند نه هم شکایت لري .

دی وایي: ((بندیان په ټولو برخو کې ستونزې لري، د محبس پولیس ورځې، بسترې یو بل ځای غورځوي، له یوې کوټې يې بلې کوټې ته بیايي او دوی سره هېڅ مشوره نه کوي.))

په زندانیانو کې د حکومت یوه پخواني ولسوال هم شتون درلود.

دی وایي په دې زندان کې ډيری داسې غیر قانوني بندیان شته چې له تیرو دوو کلنو راهیسې یې هیڅ پوښتنه نه ده شوې او نه هم درې ګونو محکمو پرې حکم کړی دی.

په ورته مهال د خوست د ولایتي شورا مرستایل  جانمیر هم د زندانیانو نیوکو ته کتو له ولایتي او اړونده ادارو وغوښتل چې د دوی ستونزو ته یو پلاوی وټاکي او پر وخت دې وڅيړي.

ده وویل په زندان کې د بندیانو ډیرښت لویه ستونزه ده او حکومت باید دې برخې ته پام وکړي او ستونزه یې ور حل کړي.

د خوست د زندان د مسولینو په خبره د ولسمشر د وروستیو فرمانونو په اساس ۲۲۷ تنه بیدیان له دې بدخونې خوشې شوي دي.

دوی زیاتوي، چې دخوست زندان د ۲۴۰کسانو په ظرفیت جوړ شوی، خو دا مهال په کې د ځای د نشتون له کبله ۵۷۹ بندیان د قید موده تېروي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.