The news is by your side.

ولسي جرګه: وسله وال د کابل د دروازو تر شا فعالیت کوي

خبریال وېب پاڼه/ د ولسي جرګې ځيني استازي د نا امنيو زياتېدل په امنيتي بنسټونو کې د مديريت کمزوري بولي.

د ولسي جرګې يو شمېر استازي وايي په هېواد کې د نا امنيو او د سرتېرو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتېدل په امنيتي بنسټونو کې د مديريت د کمزورتيا څرګندونه کوي.

د دوى په باور وسله وال مخالفين د کابل د دروازو ترشا فعاليت کوي.

ولسي جرګې په هېواد کې د روان نا امنه وضعيت له امله نن دوشنبه د امنيتي بنسټونو چارواکي ځواب ويلو ته ور بللي و.

خو دا غونډه د امنيتي چارواکو په غوښتنه د تړلو دروازو ترشا وشوه.

د ځينو استازو په وينا په ښارونو او لويو لارو کې د غلاوو او جنايي جرمونو کچه هم تر پخوا ډيېه زياته شوې ده.

په ځانګړي ډول په لويو لارو کې د طالبانو له لوري له خلکو د پيسو اخيستل زیات شوي دي.

دا په داسې حال ګې ده، چې نن سهار د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د لويې څارنوالۍ ۵ تنه کار کوونکي ووژل شول او همدا شان د کابل ښار په دريمه حوزه کې يو تن پوليس د وسله والو غلو له لوري ووژل شو او بل تن يې ټپي شو.

د طالبانو له لوري د ورانکارۍ او وحشت زیاتېدو سره څنګ کې د نا معلومو وسله والو په نوم د دوی له لوري هدفي وژنې هم څه نا څه زیات شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.