ایران ته ننواتی د کوم مجبوریت له مخې؟
خبریال وېب پاڼه – وروسته له هغه چې د ایران د دکتاتور آخوندي رژیم له لوري په پرله پسې توګه افغان مهاجر ووژل شول، سیند ته واچول شول، ژوندي وسوځول شول او ژوندي پاته نیم سوځل شوي زخمیان په روغتون کې زولانه وساتل شول افغانانو په نړیواله کچه غبرګون وښود. د همدې غبرګونونو له مخې د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت سرپرست د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ (سرطان) پر لومړۍ نېټه ایران ته سفر وکړ. د سفر په اوږدو کې یې د بېلابېلو ایراني چارواکو سره د کتنو انځورونه خپاره شول، تمه پیدا شوه چي د افغانانو غوسه او د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه به اغېزناک پیغامونه وړاندې شوي وي. خو نن د چنګاښ پر دوهمه د بهرنیو چارو وزارت د تمې خلاف اعلامیه خپره کړې ده.
پر پنځلسو ټکو متمرکزه دغه اعلامیه د شهیدو او ربړېدلو افغانو مهاجرینو په هکله هیڅ یادونه نه کوي. د افغان لوري د منني ټکي پکي لیدل کېږي او آن د مجبورو افغانانو سره شوي جنایتونه په غیري مستقیمه توګه پر متضررینو ور اړول کېږي.
د اعلامیې ډېره برخه د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د نویو فصلونو د پیلولو ژمنې تشرېح کوي. د دواړو هیوادونو ترمنځ پر هغو مسایلو چي له هره اړخه افغانستان پکې متضرر کېږي.
په اعلامیه کې د اوبو، فرهنګي اړیکو، ژبنۍ ودې د همکارۍ، انرژۍ، پوهنیزو نصابونو او تاریخي میراثونو په هکله د تړونونو د لاسلیک خبرې راغلي دي. دا هغه برخې دي چې ایران له پېړیو راهیسې پکې افغانستان ته کندې کیندلې دي.
د صفوي شاهانو څخه تر دامهاله په پرله پسې ډول د پخواني پارس او اوسني ایران هڅې د افغانستان د ارزښتونو او حریم د لوټ په موخه په دغو برخو کې نغښتې دي. په داسې حال کي چې په افغانستان کې د ایران پلوه سیاستوالو حضور په حکومت کي ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر مخدوم رهین وروسته بیا ایران پلوي طاهر ظهیر ته ورکول شوی، دا مسایل خطرناکې پایلې لرلی شي.
د امریکايي څېړنیز بنسټ رانډ د ۲۰۱۸ کال څېړنیز راپور ایران د سیاسي جګړې د ستراتیژي پلی کوونکی ګڼي. د راپور په حواله ایران د نړۍ د لویو قدرتونو سره ترمخامخ جګړې، کلتوري، ژبنۍ، مذهبي او دیني زمینې غوره ګڼي او په سیاسي جګړه کې د لوی منځني ختیځ چې افغانستان هم پکي راځي سیمې ددغو هیوادونو او نورو مخالفینو په وړاندې کاروي.
د افغانستان د ضعیفو ټکو او ایران د خطرناکې ستراتیژي ددې اړخونو په نظر کې نیولو سره، اوس پوښتنه راپورته کېږي چې ولي د افغانستان دبهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوی پر دا ډول مسایلو توافق کوي؟ دا د بې وزلو افغانو مهاجرو د درد پوښتنه ده او که تر ډیورنډ هم خطرناکه تړون ته د لاسلیک زمینه بربرولو اراده؟ پرځای ددې چې ایرانی رژیم بخښنې ته اړ کړي، دا ننواتی ولې؟ دا پوښتنې باید په ایران کې سفیر غفور لېوال جواب کړي چې د تاریخ او شعر لیکلو ویاړ ته هم ځان منسوبوي.
او حنیف اتمر خو هسيهم خدای بخښلی دی او یوازي د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره ښايي راتلونکو کې ورته نوري ننواتې هم وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.