The news is by your side.

سږ کال به یوازې سعودي مېشته مسلمانان حج کوي

خبریال وېب پاڼه/تر ډېر ځنډ وروسته پرون شپه ناوخته سعودي عربستان اعلان وکړ چې د سږ کال حج مراسم ب ادا کېږي خو محدود شمېر مسلمانان به په کې برخه وال وي.

سعودي عربستان تر اوږد ځنډ وروسته تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې د سږ کال حج مراسم به ادا کېږي خو محدود شمېر مسلمانان به په کې برخه وال وي. دوی وایي یوازې هغو کسانو ته به د حج کولو اجازه ورکړي چې په سعودي عربستان کې ېشت دي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي وروسته دری ورځې وړاندې په ټول هېواد کې له دری میاشتني کرنتین وروسته تګ راتګ ته اجازه ورکړه.

اوس مهال سعودي د کرونا پر وړاندې په سخته مبارزه کې ښکېل دی. د دغه هېواد په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې سږ کال بهرنیو مېلمنو ته د کرونا وبا له امله اجازه ورکولی نه شي نو ټاکل شوې ده د سعودیانو په ګډون هغه بهرني مسلمانان چې په دغه هېواد کې مېشت دي، سږ کال د حج مراسم ترسره کړي.

د سعودي عربستان د حج وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د کورونا وبا خپرېدو ته په پام، د دې وایرس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر نیم ملیون ته نژدې شوی او په ټوله نړۍ کې ملیونونه کسان په دې وبا اخته شوي، نو د دې بحران د خطرونو د دوام په اړه د سعودي د روغتیا وزارت توضیحاتو او په درسته نړۍ کې د دې ناروغۍ د درملو او واکسین نشتوالي ته په کتو سعودي عربستان پرېکړه وکړه چې د سږ کال د حج مراسم محدود کړي.

په سعودي عربستان کې یوازې پرون ورځ شاوخوا ۳۴۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې دې سره د کرونا ټولې مثبتې پېښې تر یو لک او ۶۰ زرو واوښتې. دغه هېواد کې څه د پاسه ۱۳۰۰ کسان د کرونا له امله مړه شوي هم دي.

څه موده وړاندې اندونیزیا د سږني حج کولو څخه خپل وګړي منع کړل. اندونیزیا چې تر ټولو ستر اسلامي هېواد بلل کېږي، څو اونۍ  وړاندې یې د یوه اعلان په ترڅ کې وویل چې د کرونا پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو په درشل کې به سږ کال خپل وګړي سعودي ته د حج کولو لپاره و نه لېږي.

د یادولو وړ ده چې له اندونیزیا سربېره سینګاپور، ملایشیا، سینیګال او برونای هېوادونو هم خپلو وګړو ته سږ کال د حج کولو اجازه نه ورکوي.

هم مهاله د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیایي بنسټونه وایي چې کرونا به د سږني کال تر پایه او یا ښایي تر ډېره وخته ژوندی پاتې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.