The news is by your side.

د روسیې سفیر له خلیلزاد سره په افغان سوله غږېدلی

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره یو خل بیا هڅې ګړندۍ شوې دي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې په امریکا کې د دغه هېواد سفیر د افغان سولې لپاره د امریکا له هځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې دي. دواړو لوریو د افغانستان لپاره د سولې په برخه کې د روانو هڅو پر همغږۍ او لا چټکتیا باندې ټینګار کړی دی.

روسي او امریکایي چارواکي وروسته له هغه د افغان سولې لپاره په همغږۍ ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې د سبوتاژ کولو هڅې زیاتې شوې دي. د طالبانو لخوا د جګړې او هدفي وژنو زیاتېدل، د داعش په نوم د وسله والو طالبانو د فعالیتونو اوښتل او دغه راز په هېواد کې د اړو دوړو زیاتول هغه اندېښنې دي چې یو شمېر افغان کارپوهان یې وړاندې کوي.

خلیلزاد په ورته وخت کې په یوه ټویټري پیغام کې د وسله والو مخالفینو لخوا د څارنوالانو وژل غندلي دي. نوموړی وایي؛ له دې ښکاري چې په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د سولې هڅو د ناکامولو په لټه کې دي چې په وینا یې باید پيدا کړل شي.

د معلوماتو له مخې دغه څارنوالان چې له بګرام او نورو زندانانو د طالب بندیانو په خوشي کولو کې بوخت وو، تېره ورځ د نا معلومو وسله والو لخوا په شهادت رسول شوي دي.

خلیلزاد همدا راز ټینګار کړی دی چې افغان حکومت او طالبان باید ژر تر ژره د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړي او بین الافغاني خبرو ته دې کېني چې د دایمي اوربند او سولې سبب شي. بلخوا وسله والو طالبانو هم په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او د افغانستان لویې څارنوالۍ بیا په دې اړه د پلټنو له پیلدو خبر ورکړی دی.

په امریکا کې د روسیې سفیر تر هغې یوه ورځ وروسته له خلیلزاد سره د افغان سولې په همغږۍ خبرې کوي چې د پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره ورځ ویلي وو، چې افغانستان د کورنۍ جګړې په لومو کې را ګیر دی.

دوی همدا راز د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم له یو بل سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی. تر دې څه موده وړاندې د افغانستان پر سوله د روسیې، افغانستان او امریکا ګډ کنفرانس هم شوی و او ټینګار شوی چې له یو بل سره په همکارۍ به دلته روانه جګړه پای ته رسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.