The news is by your side.

د ټکنالوژۍ د ډګر ۱۰ ځوان ملیاردران وپېژنئ

خبریال وېب پاڼه/اوسنۍ نړۍ کې ټکنالوژي تر بل هر څه د زیاتې پانګونې مرکزیت بلل کېږي او هر نوښتګر هڅه کوي، نړیوالو ته داسې تکنالوژي وړاندې کړي چې هم د ځان شهرت پرې وګټي او هم نړۍ پرې هیښه کړي.

د شلمې پېړۍ پای او د ۲۱ مې پېړۍ پیل د ټکنالوژۍ په ډګر کې بې ساري نوښتونه را منځته وشل. ساده او یوازې د اړیکو لپاره کارېدونکي موبایلونه په ځیرکه بڼه بازار ته وړاندې شول او اوس د انټرنېټ په مرسته ټکنالوژي دومره لوړو پوړونو ته ورسېده چې هر څوک ورته ګوته په غاښ دي.

په دې لیکنه کې مو د هغو ځوانو ملیاردرانو له پانګې خبروو چې د ټکنالوژۍ په دګر کې یې د نوښتونو له برکته ګټلې دي:

  • ایوان شپیګل:

شپیګل چې ۲۹ کاله عمر لري، د Snap شرکت بنسټګر دی.  نوموړی د تولنیزو رسنیو او دوربینونو د جوړولو په برخه کې فعالیت کوي. د هغه خالصه شمتني هم ۲.۱ میلیارډ ډالر ده.

  • جان کالیسون:

جان کالیسون له نن څخه شاوخوا ۱۱ کاله وړاندې له خپل ورور پاټریک سره د Strip شرکت جوړ کړ. سټرېپ شرکت اپلېکېشنونه جوړوي. د جان کالیسون شخصي شتمني ۲.۱ میلیارد ډالر ده. نوموړی اوس مهال ۲۹ کلن دی.

  • مارک زوکربرګ:

د مارک له نوم سره به ډېری آشنا وي، نوموړی د فېسبوک بنسټګر دی او ۳۵ کاله عمر لري. د ده خالصه شتمني ۶۲.۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي. هغه اوس هم د فېسبوک مشري کوي.

  • پاټریک کالیسون:

پاټریک کالیسون چې اوس مهال ۳۱ کاله عمر لري، د جان کالیسون مشر ورور دی، چې له خپل ورور سره یې په ګډه د Strip شرکت بنسټ ایښی دی. د هغه شخصي شتمني هم ۲.۱ میلیارد ډالر ده.

  • بابي مورفي:

مورفي هم د سنب شرکت د بنسټګرانو له جملې څخه دی چې له دغه شرکت څخه یې خالصه ګټه د پورتیو ملیاردرانو سره مساوي (۲،۱) ملیارد ډالره ښودل شوې ده.

  • پاول دوروف:

دغه ځوان پانګوال ۳۵ کاله عمر لري او د تلګرام بنسټګر دی، هېره دې نه وي چې Vk هم د هغه پنځونه ده. د ده شخصي شتمني ۲.۷ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

  • جیهان وو:

جیهان وو ۳۲ کلن دی. په چین کې د یوه ستر شرکت Bitamin Technologies بنسټګر د مدیره پلاوي مشر دی. هغه ۱.۵ میلیارده خالصه شتمني لري.

  • کریس وانستراث:

نوموړی ۳۴ کاله عمر لري. د GitHub شرکت بنسټګر او مشر دی. کریس هم د اپلېکېشنونو خدمتونه وړاندې کوي. د نوموړي شرکت مایکروسافټ کمپنۍ پېرلی دی. د هغه شخصي شتمني ۲.۲ میلیارد ډالر ده.

  • داستین موسکوویټز:

نوموړی ۳۵ کاله عمر لري. دی د فېسبوک د بنسټګرانو له جملې حسابېږي. خو نوموړي اوس فېسبوک پرېښی دی او د Asana په نوم یو شرکت لري. د هغه خالصه شتمني ۱۱.۱ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

  • کوین سیسټروم:

کوین سیسټروم د انسټاګرام بنسټ ایښودونکی دی او ۳۶ کاله عمر لري. د هغه شتمني ۱.۴ میلیارد ډالر ده. هېره دې نه وي چې انسټاګرام اوس د فېسبوک لخوا پېرل شوی دی او دواړه اپلیکېشنونه له د فېسبوک د مشرتابه لخوا اداره کېږي.

د یادونې وړ ده چې د ټکنالوژۍ په ډګر کې ډېر نور ستر پانګوال هم شته خو د دوی اکثرو عمر تر ۴۰ اوړۍ بیا تر شپېتو او ۷۰ کلونو پورې عمر لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.