The news is by your side.

له کرونا رغیدلي بیا پر دې ناروغۍ نه اخته کیږي

خبریال وېب پاڼه / د عامې روغتیا وزارت مسولین وایي له کرونا ناروغۍ رغیدلي کسان بیا پر دې ناروغۍ نه اخته کیږي.

د یاد وزارت مسوولینو نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، هغه کسان چې پر کرونا ناروغۍ اخته شوي او بېرته ترې رغېدلې دي، بیا ځلي یې پر دې ناروغۍ اخته کېدل ناممکن دي، ځکه چې د دوی په خبره د رغېدلي کس دفاعي سېستم د یاد ویروس پر وړاندې ډېر پیاوړی کېږي.

روغتیا وزارت وایي دا خبره د نړۍ په کچه شوو تازه څېړنو ثابته کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي په جنوبي کوریا کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي د مرکز څېړنو موندلې ده چې په هېڅ ډول یو کس دوه ځله پر کرونا ناروغۍ نه اخته کېږي او په بدن کې یې دغه ویروس فعالیت نه شي کولای.

یاد څیړنیز مرکز ویلي ، چې د کرونا ویروس د ژنټیکي تجزیې او تحلیل څخه ثابته شوې ده، چې یاد ویروس هېڅ کوم داسې بدلون نه شي کولی، چې د رغېدلي کس له دفاعي سېستم دې ځان پټ کړای شي.

د یاد څیړنیز مرکز یوه ډاکتر اوه میونګ دون ویلي، چې له کرونا ناروغۍ څخه د جوړو شویو کسانو وروستیو معایناتو ښودلې چې یاد ویروس د دوی په حجرو کې په مړه او بې آزاره حالت کې پروت و.

ډاکټر اوه میونگ دون ویلي، کرونا ویروس د HIV  ، انفلوانزا او نورو ویروسونو په څېر بدن ته بیا ځلي نه داخلېږي او نه پکې فعالېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر له ۶۰۰ څخه واوښت.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۲۰ کسه د کرونا له امله مړه شوي، چې په دې توګه د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر تر ۶۱۸ کسانو پورې رسېدلی دی.

وزارت همدا راز وايي چې ۳۲۴ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د سرچینې په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵۳ مشکوکې پېښې ازمویل شوې چې ۳۲۴ یې مثبتې وې.

په دې توګه د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر تر ۲۹زره ۴۸۱ کسانو پورې رسېدلی دی.

دغه راز ۴۱۹ کسه نور د کرونا له ناروغۍ جوړ شوي دي چې د ټولو جوړو شوو کسانو شمېر ۹۲۶۰ کساو ته رسېدلی دی.

که له یوه اړخه د کرونا ویروس د چټک خپریدو راپورونه ډیر خپریږي بل لورته د مخنیوي هڅې یې هم ګړندۍ روانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي ، چې  ټولې نړۍ ته د واکسینو رسول به لږ تر لږه دوه نیم کاله وخت ونیسي.

د کرونا پر وړاندې مبارزې په برخه کې د دغه نړیوال سازمان مسوولین وایي دوی هڅه کوي د کرونا ویروس واکسین ژر تر ژره جوړ شي او تایید شي، خو د دوی په خبره  ټولې نړۍ ته رسول یې خورا ډېر وخت نیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.