The news is by your side.

مسؤلین: سږکال کندز کې د هندواڼو حاصل تر ۱۰۰ زره ټنو رسیږي

خبریال وېب پاڼه / د کندز ولایت د کرنې او مالدارۍ د ریاست مسولین وایي سږکال په دې ولایت کې د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسېږي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق وایي ، تېر کال د کندز په درې زره او ۳۳۴ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې.

قرلق وایي، سږکال په نږدې درې زره او ۴۶۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي، چې د تولید کچه یې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوې ده.

د کندز د کرنې ریاست وایي تېر کال د کندز په درې زره او ۳۳۴ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې او د ارزونې له مخې له دغو کروندو څخه نږدې ۹۳ زره او ۳۵۲ ټنه هندواڼې حاصل اخیستل شوی و.

قرلق وویل ،سږکال د هندواڼو د کرکېلي کچه نږدې ۱۲۶ هکټاره زیاته شوې ده او په همدې توګه د اټکل له مخې ښايي د هندواڼو په حاصلاتو کې هم نږدې اووه زره ټنه زیاتوالی راشي.

خو بل لورته بزګران د حاصلاتو پر زیاتوالي خوښ دي خو وایي، د کرنې ریاست ورسره باید ورسره مرسته وکړي څو هندواڼې په ټیټه بیه ونه پلورل شي.

بزګران دغه راز د پلور لپاره د بازار سربیره له حکومته غواړي څو ورته سړې خونې جوړې کړي.

دوی وایي هرکال د هندواڼو حاصلات یې ډیر وي خو  د حکومت د نه پاملرنې له امله د پلور په برخه کې له ستونزو سره مخ وي.

بزګران وایي د سړو خونو د نشتون له امله یې ډیری هندواڼې له منځه ځي.

د کندز ترڅنګ په فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې هم د هنداوڼو په حاصلاتو کې د تیرو کلونو په پرتله زیاتوالی راغلی خو بزګران یې د پلور په برخه کې د ستونزو یادونه کوي.

کرنیز پوهان وایي، هرکال د کرنې اړوندې ادارې بزګران دې ته هڅوي څو په کروند ښه لګښت وکړي او ښه حاصل ترلاسه کړي خو په خبره يې د پلور لپاره یې د بازار غمه نه کوي.

دوی وایي که د افغانستان هندواڼو ته د نورو تازه میوو په څیر په نړیوال بازار کې هم د خرڅلاو لار پيدا شي په نړیواله کچه به د هیواد نوم روښانه کړي.

کندز هم د هیواد په کچه په کرنیزه برخه کې د ښه حاصل له پلوه شهرت لري خو کروندګر کې هروخت د حاصل د راټولو پرمهال د پلور په غمه کې وي او ګیلې په زړه کې لري.

اوس وبه لیدل شي چې دولت څومره په دې بریالی کیږي چې د کندز هندواڼو ته د پلور په بازار کې له بزګرانو سره مرسته کولای شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.