The news is by your side.

بولټن: ټرمپ راته ویلي امریکا افغان جګړه بایللې ده

خبریال وېب پاڼه / د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون په خپل تازه کتاب کې لیکلي، چې د امریکار ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې باور دی، چې امریکا افغان جګړه کې ماتې خوړلې او له همدې امله په لنډه موده کې د خپلو سرتېرو پر ایستلو ټینګار کوي.

امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن نوي کتاب له خپریدو وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د خپرېدو په صورت کې ورته ګواښونه  هم کړي وو.

دا کتاب بولټن له خپلې دندې تر ګوښه کېدو وروسته لیکلي دی ،چې دوه فصله یې له افغانستان سره د امریکا اړیکو، له طالبانو سره د سولې خبرو او دغه راز له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو ایستلو ته ځانګړي شوي دي.

یوشمیر نړیوالو رسنیو د بولټن د نوي کتاب په حواله لیکلي، ټرمپ د هغه وخت له دفاع وزیر جیمز متیس څخه پوښتنه وکړه ، چې په افغان جګړه کې د امریکا بریا څه ډول اروزي هغه ورته ویلي، پر امریکایي ځواکونو د بریدونو نشتوالی د بریا په مانا دی او امریکا باید د سرتېرو ستنولو پر ځای د جګړې پای خبره وکړي.

بولټن په خپل کتاب کې لیکلي ټرمپ متیس ته ویلي، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو حضور د وحشت په مانا دی او زیاته کړې یې ده چې د جورج بوش په نامه یو احمق دا تېروتنه کړې ده او باید دی ورته د پای ټکی کېږدي.

بولټن لیکلي، متیس وویل، په یاد مو وي چې هلته د داعش حضور ګواښوونکی دی خو ټرمپ یې په ځواب کې ویلي، پرېږدئ چې روسیه ورته رسېدنه او وکړي دا کار په امریکا پورې اړه نلري.

بولټن په خپل کتاب کې زیاته کړې، ټرمپ شخصاً ده ته هم ویلي و، میلیونونه کسان ووژل شول، ټریلیونونه ډالر مصرف شول خو دا جګړه ونه ګټل شوه.

بولټن وایي ټرمپ راته وویلې،  که لا هم افغانستان کې پاتې کېږي نو لا زیانمنېږي نو غوره ده خپل سرتېري په شپږو میاشتو کې هېواد ته را وغواړي.

نوموړي د اثر په یوه برخه کې لیکلي دي چې، ټرمپ په ډیرو ناستو کې سره له دې، چې له افغانستانه د ترهګرو د ګواښونو په اړه پوهېده؛ خو بیا یې هم له دغه هېواده د خپلو ځواکونو پر ایستلو ټینګار کاوه او ان په یوې ناسته کې چې د مایک پومپیو او پخواني دفاع وزیر جیمز مټیس په ګډون نورو چارواکو هم ګډون درلود، ټرمپ څو وارې د یادو چارواکو د خبرو په پرې کولو سره له افغانستانه پر وتنې ټینګار وکړ.

بولټن دغه راز زلمی خلیلزاد هم په خپل اثر کې طالب پال بللی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance