The news is by your side.

د ټاپې پروژې عملیاتي کارونو کې ځنډ

خبریال وېب پاڼه/ د ټاپې پروژې عملیاتي کارونو کې ځنډ خو د کانونو وزارت وایي، د ټاپې پروژې کار د هوکړې په بنسټ دوام لري.

ټاکل شوې وه چې د دغې پروژې کار روان میلادي کال کې پیل شوی وی، خو د څلورو کلونو په تېرېدو سره، لا هم نه دي پیل شوي د ټاپې پروژې عملیاتي کار له ځنډ سره مخامخ شوی دی.

په داسې حال کې چې څلور کاله د دغې پروژې تړون څخه تیریږي خو د کار لومړني پړاونه یې تر دا مهاله نه دې پیل شوي.

بل خوا ټاکل شوې وه چې د دغې پروژې عملي کار په روان کال کې پیل شوی وی چې تر دا مهاله ترې هېڅ خبر نشته.

د پاکستان د پترولیم وزارت وایي تر هغې چې ترکمنستان د ګازو تحویل په اړه د دغې پروژې هوکړه لیک ته بدلون ور نه کړي او هم د ګازو د بیې په اړه بیا کتنه ونه کړي، اسلام آباد به په دې پروژه کې خپل مالکیت ونه سپاري.

خو د هېواد د کانونو او پترولیم وزارت ټینګار لري چې د دغې پروژې کار د هوکړه لیک له مخې دوام لري.

د سیمې دا ستره پروژه اوس مهال له ستونزو سره مخ شوې ده.

په ټاکل شوي وخت د دې پروژې نه عملي کېدل د یو لړ ستونزو څخه ګڼل کیږي.

هیلې دا وي چې ټاپې لمېټډ دا کار په روان میلادي کال کې پيل شي خو د تېرو څلور کلونو په تېرېدو سره بیا هم د دې پروژې لومړني پړاونه تېر شوي نه دي.

پاکستان هم د دې پروژې اړوند هوکړې څخه پښه شاته کړې ده. پاکستاني چارواکي وایي، د ټاپې پروژې هوکړه لیک د پاکستان په ګټه نه دی او د دې هوکړې په ځینو توکو باید له سره کتنه وشي.

شونې ده چې د ټاپې پروژه لسو کلونو کې اجرايي شي او اخیستونکي هېوادونه د ترکمنستان له ګازو څخه ګټه پورته کړي خو لومړنۍ پړاونه یې تر اوسه طی شوي نه دي.

ترکمنستان یوازې ٢ سوه کیلو متره د دې پروژې د ګازو لیکه د کلکنش نفي میدان څخه د افغانستان تر پولو پورې تکمیلوي.

ځینې اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې د دې پروژې کار د سیاستونو له امله له ځنډ سره مخ دی.

د افغانستان دننه د امنیت نشتون هم د ټاپي پروژې کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

ځینې اقتصادي شنونکي د دې ستونزو ترڅنګ د هند او پاکستان ترمنځ سیمه اییزې سیالۍ هم د ټاپي پروژې د کار د ځنډ لامل بولي.

په افغانستان دننه هم د دې پروژې د ځمکو استملاک بهیر یوازې دولس کیلومټر هرات کې تکمیل شوی او اوس مهال بیا په دې ولایت کې هم استملاک بهیر ځنډیدلی دی.

د کانونو او پترولیم وزارت وايي چې د دې پروژې کار د هوکړې په بنسټ دوام لري.

د ټاپې پروژې هوکړه د څلورو هېوادونو ترکمنستان،افغانستان پاکستان او هند مشرانو ترمنځ په ٢٠١٦ز کال کې عشق اباد کې لاسلیک شوه.

شونې ده چې اته سوه کیلو مټرو څخه زیات د افغانستان خاورې هرات نیمروز فراه هلمند او قندهار ولایتونو څخه تېره او پاکستان سره وصل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.