The news is by your side.

په افغانستان کې هر دریم کس په کرونا وبا اخته دی

خبریال وېب پاڼه/کرونا وبا اوس په افغانستان کې په هرو دریو کسانو کې یوه ته رسېدلې ده او که د دې لپاره روغتیایي تدابیر په پام کې و نه نیول شي، دا شمېره به نوره هم لوړه شي.

باور ځواک د هېواد په کچه په ۱۹ ولایتونو کې سروې کړې ده، چې ښیي په هرو دریو کسانو کې یو یې په کرونا وبا باندې اخته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې ځینو نورو روغتیا پالو سرچینو هم په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه د کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې په کرونا وبا باندې د اخته کسانو شمېر د عامې روغتیا تر رسمي شمېرنو لوړ وګاڼه.

باور ځوا د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې دغه سروې کړې ده چې په کې کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ، پکتیا، کندوز، بامیان، روزګان، وردګ، خوست، فراه، لغان، بدخشان، هلمند، لوګر، فاریاب، بادغیس او غزنی شامل دي. د ځواک غړي وایي چې د سروې شویو کسانو عمرونه له اتلسو تر پينځه پنځوس کلونو پورې وو.

نجیب آزاد چې د دغه ځواک مشري په غاړه لري، خبریال ته یې وویل؛ سره له دې چې په ټول هېواد کې دریمه برخه افغانان په کرونا وبا اخته شوي دي خو د مړینې ګراف اوس هم ټیټ دی. نوموړي یې لامل د زیات عمره کسانو کمی او ځوان افغانستان یاد کړ، په دې معنا چې د افغانستان لویه برخه ځوانان تشکیلوي نو ځکه دغه ویروس ورباندې زیات اغېز نه کوي.

نوموړي همداراز وویل چې په دغو کسانو کې د کرونا وایروس ټولې نښې او علایم لکه سخته تبه، وچ ټوخی، د بدن درد او ساه بندي ولیدل شوه. د یادې سروې د موندونو له مخې په ټول هېواد کې ۳۱.۵۴ سلنه خلک چې څه باندې لس ميلیونه کېږي په کورونا وایرس اخته دي. په یاد ویروس د اخته کسانو  ۲۷٪ خلک په تېرو دریو میاشتو کې سفري تاریخچه لري، یعنې له نورو هېوادونو افغانستان ته راغلي، پاتې ۷۳٪ خلک یاد ویروس له ټولنې اخیستې او بیا یې خپلو کورنیو ته انتقال کړی.

د یادونې وړ ده چې په یاد ویروس د اخته کسانو یوازې ۱۹.۳۴٪ خلک فکر کوي چې دوی په کورونا ویروس د اخته کس سره تماس نیولی او بیا په دې ویروس اخته شوي، اما ۸۰.۶۶٪ ناروغان بیا وایي چې دوی د ټول احتیاط کولو سره بیا هم په دې ویروس اخته شوي.

د عامې سروغتیا وزارت یا بل کوم دولتي بنسټ تر اوسه د دغې سروې د تصدیق او رد په هکله څه ویلي نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.