لوی څارنوالۍ یو روغتیايي کارکوونکی ۸۰ زره ډالرو سره یو ځای ونیوه

خبریال وېب پاڼه/ د روغتيا وزارت يو کارکوونکى د ۸۰ زره ډالرو بډې اخيستنې په تور ونيول شو.

لويې څارنوالۍ ويلي چې روغتیا وزارت دغه کارکوونکی د بډې اخيستنې پر مهال د لويې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څانګې له لوري نيول شوى دى.

د لويې څارنوالۍ وياند، جمشيد رسولي ويلي يو شرکت د ملي تدارکاتو له لوري ۳۰۰ زرو محافظتي کيټونو جوړولو ګټونکى شوى و او د قرارداد له مخې يې ټول مسؤوليتونه ترسره کړي او محافظتي کيټونه يې د روغتيا وزارت زېرمو ته انتقال کړي و، خو د دغو زېرمو يوه کارکوونکي د شرکت قانوني چارو ترسره کولو لپاره د بډې غوښتنه کړې وه، چې نن ونيول شو.

د کرونا وبا سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره نړیوالو په میلیونونه ډالر مرسته وکړه، خو ټولې مرستې د اړتیا په اندازه هم نه دي مصرف شوي او په وزارت او ولایتونو کې د د ګوتو په شمېر کسانو تر منځ حیف و میل شوي.

په ورته مهال د پژواک خبري آژانس موددنې ښیي چې د افغانستان سره یو شمېر مرسته شوي د تنفس دستګاوې یا وینټلاټورونه پاکستان ته قاچاق شوي دي، چې په دې تړاو د پژواک خبري آژانس کره شواهد او ثبوتونه هم لري.

خو د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبري ناسته کې دا خبر رد کړ او دا یې د عوامو تر منځ د رسنیو یوه آوازه وبلله، دوی وایي رسنۍ دې د خلکو اذهان نه مخشوشوي او د تنفس دستګاوې پاکستان ته نه دي قاچاق شوي او په هر روغتون کې کافي وینټلاټورونه شته دی.

بل لور د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پاکستان ته د تنفسي ستګاوو د قاچاق خبره په کلکه رد کړه.

خو د پژواک خبري آژانس مشر دانش کړوخېل ټینګار کوي، چې په دې اړه کره او مضبوط شواهد او ثبوتونه لري، چې افغانستان سره مرسته شوې تنفسي دستګاوې پاکستان ته په پټه قاچاق شوي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More