The news is by your side.

د سولې له هوکړې وروسته هدفي وژنې زیاتې شوي دي

خبریال وېب پاڼه/ د قطر پلازمېنې دوحه کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسليک کېدو وروسته افغانستان کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.

د دغو وژنو ډېرېدل ژورې اندېښنې را ولاړې کړي دي، په ځانګړي ډول داسې حال کې چې ټولې مخالفې ډلې د دغو وژنو د مسؤړليت له منلو ډډه کوي.

کابل کې د ديني عالمانو اياز نيازي او عزيزالله مفلح ترور، پروان کې د ملي امنيت د يوه غړي وژل کېدل، کاپيسا کې د يوه قاضي په نښه کول او د کابل دهمزنګ کې د يوه پوليس ويشتل او ده سبز کې د پنځو څارنوالانو وژده د دغو مرموزو وژنو غټې بېلګې دي.

افغان امنيتي چارواکي په دې بريدونو کې طالبان پړه بولي او وايي چې طالبانو دغو پېښو لپاره مناسب بستر جوړ کړى دى.

يو شمېر هېواد وال بيا دا ټولې پېښې د امنيتي بنسټونو د کشفي او استخباراتي ناتوانۍ له امله بولي.

د همدې پېښو په غبرګون کې اوس تازه د کورنيو چارو وزارت د کابل ښار د دويمې، دريمې، نولسمې او پنځلسمې امنيتي حوزو امرين بدل کړي دي.

ځيني پوځي کارپوهان وايي کابل ښار کې يو شمېر خطرناکو شبکو فعاليت پيل کړى او امنيتي بنسټونو ته په کار دي چې د ترور طرحې کشف او شنډې کړي.

هدفي وژنې، ترهګریز بریدونه او د دې ترڅنګ، په وروستيو اوونيو کې د افغان امنيتي ځواکونو تلفات هم زيات شوي دي.

پرون د ولسي جرګې غړو هم د روان نا امنه وضعیت له امله د امنیتي بنسټونو چارواکي استجواب کړي وو.

د استجواب ناسته د امنیتي چارواکو په غوښتنه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوې وه.

ولسي جرګه هم د روانې نا امنۍ ولامل په امنیتي بنسټونو کې کمزوری مدیریت بولي.

د دې جرګې غړي وایي، هېواد کې د ملکي او نظامي وګړو ترور او د مرګ ژوبلې زیاتېدنه په امنیتي بنسټونو کې د کمزوري مدیریت څرګندونه کوي.

د دوی په باور وسله وال مخالفین د کابل د دروازو تر شاه فعالیت کوي.

د طالبانو له لوري د ورانکارۍ او وحشت زیاتېدو سره هدفي وژنې هم زیاتې شوي چې کومه وسله واله ډله یې هم پړه نه اخلي او امنیتي چارواکي یې د طالبانو کار بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.