The news is by your side.

د پاکستان کرکټ بورډ‌ (۱۰) لوبغاړي ‌او ګڼ نور کرونا نیولي‌

خبریال وېب پاڼه – د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د هغه هیواد په بورډ کرونا ګډه شوې او ګڼ کسان یې نیولي دي .

په خیبر پښتونخوا کې د خبریال وېب پاڼې همکار اجمیر خان وايي چې تر دم ګړیه په کرونا وایرس  د (۱۰) لوبغاړو د ککړیدو د راپور پخلی شوی .‌

په دغه لس لوبغاړو کې فخرالزمان، عمران خان، کاشف بټي، محمد حفیظ، محمد حسنین، محمد رضوان، وهاب ریاض، شاداب خان، حیدر علي او حارث روف شامل دي.

په اداري برخه کې همد پاکستاني کرکټ‌بورډ ګڼ کسان په کرونا اخته شوي‌دي ؛ خو دوی رسمأ د یوه اداري‌مامور د مثبت ټیسټ‌پخلی کړی .‌

پر پاکستاني کرکټ بورډ د کرونا وایرس څپه په داسي‌ حال کې ورغلې چې ددغه بورډ له لوري هم دا اوس (۲۹)‌ پاکستاني لوبغاړي‌ په تمریناتي‌لوبو بوخت دي‌.‌

پاکستان راتلونکې میاشت له انګلینډ سره درې ټیسټ او درې (۲۰) اوریزه سیالۍ لري .

که څه هم تر دم ګړیه لا پاکستان کرکټ بورډ دا کرکټران له نورو بیل ساتلي دي‌او قرنطین دي ، خو تر دم ګړیه لا دا نه ده روښانه چې ایا انګلنډ‌به ددغه لوبغاړو سره خپل لوبغاړي لوبو ته پرېږدي او که څنګه ؟‌

د یادولو وړده چې د پآکستان د کرکټ یو وتلی پخوانی ستوری شاهد افریدی لا له وړاندي‌کرونا وایرس نیولی او په کور کې قرنطین دی .

کرونا وبا چې په نړۍ واله کچه یې هرڅه ګډ وډ کړي‌ دي ؛ د سپورت نړۍ هم سخته ځپلې ده .‌

په ټوله نړۍ کې د سپورټ مینه والو دې ته په تمعه دې چې کله به د لوبغالو دروازې د دوی پر مخ ورپرانیستل شي‌.

سپورت په نړۍ واله کچه یوه لویه انډسټري ده چې د نړۍ د اقتصاد یوه برخه ورباندي‌چلیږي‌؛ خو دا انډسټري د نورو ګڼو کاروبارونو په څېر اوس په ټپه ولاړه ده .

په افغانستان کې هم کرکټ په ټپه ولاړ حالت کې دی ؛ خو تر دم ګړیه د افغان لوبغاړو د کرونا په تړاو لا تر اوسه معلومات نه دي‌ ورکړل شوي‌، البته د ځینو لوبغاړو د کورنیو غړو ته د کرونا وبا له کبله زیان اوښتی دی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.