The news is by your side.

طالبانو بادغېس کې سرتېري له شهید کولو وروسته سوځولي

خبریال وېب پاڼه/طالبانو په ډېری سیمو کې پر امنیتي سرتېریو او د دوی په کورنیو باندې په د جګړې پر مهال جنګي جنایتونه کړي دي.

طالبانو په ارزوګان کې له جنګي جنایت وروسته دا ځل په بادغېس کې ورته عمل کړی دی. ویل کېږي وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۱۰ امنیتي ځواکونه له شهید کولو وروسته په اور باندې سوي دي.

د ځایي چارواکو په وینا تېره شپه دغه سرتېري د سیمې د امنیت ارزول لپاره له پوستو را وتلي وو، چې د بالامرغاب په اکازیو سیمه کې د ترهګرو طالبانو له کمین سره مخ شول. په دغه پېښه ۷ کومانډویان او دری د ځانګړو ځواکونو سرتېري شهیدان شوي دي. طالبانو وروسته د دوی جسدونو ته اور ورته کړی او سوي یې دي.

دا لومړنی ځل نه دی چې طالبان ورته جنایت کوي، دغې ترهګرې ډلې تر اوسه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې ورته تشدد کړی دی.

طالبان داسې مهال د خپلې جګړې څپه یو ځل بیا زوروره کوي چې تازه د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړنې اعلان کړی دی. دغه سازمان په خپل وروستي بیان کې ویلي دي چې ۶۷ غړو هېوادونو هم د دوی له دریځ څخه دفاع کړې ده.

په یوه بل مطلب کې راغلي دي چې ترهګر طالبان د جګړې د درېدو هېڅ اراده نه لري او دوی په دې هڅه کې دي چې د جګړې یو بل باب پرانیزي.

د مېډل اېسټ انستیتیوت لخوا په تازه خپاره شوې مقاله کې راغلي دي چې طالبان د یوې نوې جګړې په لټه کې دي او له همدې امله د ایران د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره شعیه مشران د خپلو جګړو قومندانان ګوماري. بر طالبانو مخکې هم ورته تورونه وو.

بل پلو دغې ترهګرې ډلې له امریکایي ځواکونو سره ټولنیزه سوله کړې ده، په داسې حال کې چې د مسلمانانو پر وړاندې یې خپل ټول ځواک کارولی دی او د ورور وژنې افراطي لړۍ یې جاري ساتلې ده.

څو ورځې مخکې امریکایي ځواکونه له ځینو محدودو ټانګونو سره تللي وو او د سیداباد ولسوالۍ کې یې وسله والو طالبانو ساتنه کوله. خبریال ته له دغې سیمې څخه را رسېدلي معلومات ښیي چې شاوخوا ۱۵۰ طالبانو د امریکایي ځواکونو ساتنه کوله.

په ورته وخت کې د امنیت شورا دوه ورځې مخکې وویل چې طالبانو په تېره اونۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ته د تېرو ۱۹ کلونو په پرتله په یوه اونۍ کې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده. دغې ترهګرې ډلې تېره اونۍ ۴۶۲ امنیتي ځواکونه شهیدان کړي وو.

مرکزي حکومت دغې پېښې ته تر اوسه کوم غبرګون ښودلې نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.