The news is by your side.

دښمن هیواد (پاکستان ) د پولیسو لخوا لڅ‌کړل شوی کس افغان دی

خبریال وېب پاڼه – د دښمن هیواد پاکستان پولیسو د ایف آی آر هغه کاپي د خبریال وېبپاڼې لاس ته رسېدلې ده .
لمړي سر کې پاکستاني‌پ،لیسو ویلي‌وو چې بې ابرو شوی کس د پاکستان پښتون دی ؛ خو اوس د ایف آی آر کاپي ښيي چې دا کس پښتون دی خو دافغانستان پښتون دی .

په ټولنیزه میډیا کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پولیسو لومړی هغه پښتون چې عامر نومیږي نیولی او وروسته یې وهلی اوبیا یې ترې لوڅه ویډیو کړې  او ټولنیزې میډیا ته یې پورته کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو پښتانه په غوصه کړي دي او دوی ویلي که څه هم یاد ځوان په نشه حالت کې بدې ردې ویلي خو بیا یې هم بخښنه غوښتي خو د دوی په خبره پولیسو ورسره غیر قانوني چلند کړی او باید ځواب یې ورکړي.

په ویډیو کې ښکاري چې پولیس دا ځوان له وهلو وروسته بربنډوي او بیا ویډیو ترې کوي.

اوس که څه هم ویل کیږي له غبرګونونو وروسته د یاد کس د لوڅولو په تور یو پولیس افسر او دوه نور کسان نیول شوي خو هلته میشت پښتانه د دوی د سزا غوښتنه کوي.

پیښه په خیبرپښتونخوا کې شوې او خلک عمران خان ته د پيغور په ډول وایي چې نوموړي څه موده وړاندې ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا پولیس یې بدل کړي څو دلته په میشت پښتنو ظلمونه ونه کړي.

خبریال ریحان خان په خپل ټویټر لیکلي چې پولیس په ډير بد وضعیت کې عامربربنډوي وهي او ویډیو ترې کوي.

نوموړی وایي دغو پولیسو ته عمران خان مثالي پولیس وایي.

دپي ټي‌ ایم مخکښ مشر او د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي علي وزیر هم په یو ټویټ کې د دې پیښې غندنه کړې ده.

نوموړي لیکلي: (( ښایي چې کوم وخت عامر پولیسو ته کنځلې کولې هغه به نشه کې و خو کوم دشرم ډک حرکت چې د پیښور پولیسو کړی هغه دانسانیت او ملکي ادارو په رویه یو تور داغ دی.))

د ده سربیره ډیری ټولنیزو فعالانو هم بیا په پولیسو نیوکې کړي دوی په خپلو لیکنو کې ویلي، چې:

((عامر تهکالی خو په نشه کې ، خو په په دې وروستیو کې دیو پوځي کرنل ښځې چې په هوش کې پولیسو ته کنځلې کړې وې نو هغې ته ولې پولیسو دڅه ویلو جرات ونه کړ؟))

په ټولنیزو رسنیو کې د عامر په نوم د یو زلمي د لوڅې ویډیو د خپریدو په هغې د خلکو دسخت غبرګون نه وروسته دپېښور د پولیسو مشر ظهور افریدي ویلي، چې د تهکال د پوستې یو شمیر کسان یې له د هغې پوستې له افسر شهریار سره نیولي دي.

په ټولینزو رسینو کې فعالینو او دبشري حقونو مبارزینو ویلي، چې که عامر تهکالي د بدو ردو په جرم تورن وو د دوی په خبره نو پکار ده چې پولیسو هغه نیولی او د قانون مطابق یې محکمې ته وړاندې کړی وایي خو زیاتوي پولیسو ظلم او وحشت کړی دی.

دغه فعالین وایي چې پولیس په چا د زور زیاتي حق نه لري او نه هم د چا د بربنډولو حق قانون ورکړی دی.

افغان حکومت ته په کار دي چې ددې موضوع څېړنه وکړي‌ او عامر ته د عدالت غوښټنه په رسمي ډول وکړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.