The news is by your side.

پاکستان کې (266) پیلوټان بې لایسنسه الوتکې چلوي‌

خبریال وېب پاڼه په پاکستان کې د دولتي او شخصي شرکتونو او کلبونو سره ټول ټال ۸۶۰ فعال پیلوټان دي چې ۲۶۶ یې لایسنسونه نه لري او پر ځای یې نورو پیلوټانو د لایسنسونو امتحانونه ورکړي دي .

د پاکستان د هوانوردۍ وزیر سرورخان وايي چې (۳۰) فیصده پیلوټان په سیاسي توګه مقرر شوی دی او دوی په جعلي‌لایسنسونو الوتکې چلوي چې اکثره د طیارو د رالوېدلو سبب ګرزي .‌

دا خبرې وروسته له هغه راووتې چې تېره میاشت په کراچي‌ کې د پآکستان د دولتي ایرلاین پي ای اې الوتکه را نسکوره شوه او پراخ تلفات ورکي‌ واوښتل .

هغه وويل په کال ۲۰۱۰م کې چې په اسلام اباد کې د ائيربليو شرکت د مسافرو الوتکه غورځېدلې ، په کال۲۰۱۲ کې په اسلام اباد کې د بوجا ائير لائين الوتکه غورځېدلې، درېمه پېښه چې د چترال نه را روانه د پي ايي ای الوتکه د پېښې ښکار شوې او څلورمه پېښه چې په ګلګت کې يوې الوتکې کرېش لېنډنګ کړی ؤ، دغه غلطي د کراچۍ د الوتکې پیلوټ هم کړې وه خو په ګلګت کې په الوتکه کې سپاره خلک بچ پاتې شوي وو.

د سرورخان په وېنا د چترال د الوتکې غورځېدو علت د الوتکې تکنيکي خرابي وه خو د ائيربليو د الوتکې پېښه چې ۱۵۲ کسان پکې مړه وو او بوجا ائيرلاين الوتکې پېښه چې ۱۲۷ کسان پکې مړه وو دا دواړه پېښې د پایلټانو د غلطو له امله شوې وې .

پاکستان چې اکثره ادارې یې په فساد کې ښکېلي بلل کېږي اوس دا نوم هم تر لاسه کړ چې پیلوټان یې له لایسنس پرته الوتکې چلوي .

که څه هم دا خبره د پاکستان د هوايي چلند وزیر کړې ده خو پر موضوع باندي ناندرۍ را ټوکېدلې دي .

خلک وايي چې دوی په الوتکو کې په خوندي ډول سفر نشي‌کولای او تر څو چې بیا هم ددغه پیلوټانو د لایسنسونو جاج وانه خیستل شي باید له سفر کولو ډده وکړي .

افغان خبریالان وايي‌چې افغان حکومت دې هم د پاکستان د هوايي‌چلند د ادارې دا موضوع جدي وګڼي او پآکستان ته دې خبر داری ورکړي چې تر څو یې د پیلوټانو جاج نه وي اخیستی هیواد ته دې د هغوی الوتکې نه را پرېږدي .

د پاکستان د هوايي چلند د وزیر ددې ورستیو څرګندونو وروسته ښايي د نړۍ ډېری هیوادونه خپلو هوايي‌ډګرونو ته د پاکستان د الوتکو ورتګ بند کړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.