The news is by your side.

د نا امنیو زیاتوالی او د بین الافغاني مذاکراتو ځنډېدل

خبریال وېب پاڼه/وروستۍ څو اونۍ د افغانستان په تېر ۱۹ کلن تاریخ کې د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ او نا امنه هغه وې چې سلګونه کسان په کې شهیدان او تر سلګونو پورې نور په کې سخت ټپیان شول.

په وروستیو دوو اونیو کې د امنیتي ځواکونو تلفات بې مخینې وو او ولایتونو ته غځېدلې لویې لارې هم په بې سارې توګه نا امنه شوې دي. په ورته ت کې ټاکل شوې وه د روانې اونۍ په جریان کې د بین الافغاني مذاکراتو نوی زېری افغانانو ته واورول شي خو تر اوسه چې د دې اونۍ پای دی، څه نه دي ویل شوي.

طالبانو د تمې خلاف خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی او د دې پر ځای چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره فضا نرمه کړي او خپل جنګیالي له جګړه ییزې انګېزې د سولې او نرمښت په لور را وبولي، برعکس تاوتریخوالی یې زیات کړی دی او تر ټولو سترو ظلمونو ته یې مخه کړې ده.

ولایتونو او سلرې پرتو سیمو ته غځېدلې لارې دومره نا امنه شوې دي چې څوک  د پلازمېنې کابل له څلورو دروازو څخه د وتلو هڅه نه شي کولی او د وېرې احساس کوي، په ټول هېواد کې د وېرې او ترهې فضا خپره شوې ده.

د شنونکو په اند هغه انګېرنې چا وسله وال طالبان د داعش کارونه نه شي کولی، غلطې ثابتې شوې او طالبانو خپلو بهرنیو بادارانو او ملاتړو استختباراتي مشرانو ته وښوده چې دوی په منځني ختیځ کې د داعش نفرتي رول ښه ادا کولی شي.

یوه ویډیو چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس شوه، لیدل کېږي چې طالبان د کابل لوګر په لویه لار تالاشي کوي او له مسافرو سره ډېر توند چلند کوي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې له دوی نه په وېره یو موټر بېرته لوری بدلوي، دوی ورپسې ډزې کوي او دا خبره چې (ویې ولئ، ویې وژنۍ..) نارې کوي. په ویډیو کې د هغه موټر په هکله نور څه نه معلومېږي او خلاصطږي خو د لوګر ګڼ شمېر کابل مېشتي ځوانان ګیله کوي چې دغه لاره امن نه ده او دولت باید ورته ځانګړې توجه وکړي.

بل لور ته د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې هم لسګونه ځایه وسله وال طالبان د سړکونو په سر ولاړ وي او له مسافرو نه پوښتنې ګروېګڼې کوي او ځوروي یې.

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله تېره اونۍ وویل چې د را روانې اونۍ په لړ کې به د سبین الافغاني مذاکراتو په هکله ښه زېری او دقیق ځای اعلان شي خو تر اوسه نه یوازې اعلان و نه شو، بلکې په جګړه ییزه برخه کې نور تشدد هم لیدل کېږي.

روان حالت عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.