The news is by your side.

په بلخ کې هوایي برید ۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

خبریال وېب پاڼه/په وروستیو څو میاشتو کې شاوخوا څلور هوایي بریدونه شوي دي، چې په هر یوه برید کې یې په بلخ کې ملکي وګړو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبریال ته له را رسېدلي معلومات ښیي چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د وزیر آباد یا مومندانو کلي کې بېګا شپه هوایي ځواکونو یو کور بمبارد کړی، چې د دوو ماشومانو په ګډون یې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

ویل کېږي تر دې وړاندې هم د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې چې اوسېدونکي یې ټول پښتانه دي، دری نورې ورته پېښې شوې دي. څه موده مخکې هم د همدې ولسوالۍ په غونډانو کې یوه هوایي برید شاوخوا ۲۰ کسانو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه. له هغې وړاندې د بلخ ولسوالۍ په بوکې کلي کې هم همدا ډول برید شوی ؤ چې ګڼو ملکیانو ته چې په کې ماشومانو او ښځو ته هم په کې د سر زیان اوښتی ؤ.

خبریال ته د بلخ ولایت اوسېدونکي او د سیاسي چارو شنونکي خیبر امیري وویل چې په دغه ولسوالۍ کې د دولت لخوا دا څلورم ځل دی چې ورته پېښه کېږي او په ټوله کې ملکي وګړي په نښه کېږي. نوموړی زیاتوي چې په دغه بریدونو کې وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته هېڅ زیان اوښتی نه دی.

د یادونې وړ ده چې د تېرې مې میاشتې په ۱۱ مه نېټه هم په بلخ ولسوالۍ کې ورته پېښه شوې وه چې ۲۷ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه. هغه مهال هم له دغې سیمې څخه خبریال ته په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي وو چې د طالب اورپکو لخوا ملکي وګړي د تراویح لمانځه څخه په زوره د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د کمین او مرچل نیولو لپاره د سړک کیندلو ته بېول شوي وو چې د هوایي ځواکونو لخوا په بمبارۍ کې شهیدان شوي وو.

په بلخ ولایت کې یوازې همدا بلخ نومې ولسوالۍ تر نورو ډېره نارامه او د جګړې له امله د سر زیان ملکي وګړو ته اوړي.

ویل کېږي د تېرې شپې په برید کې دوه ماشومان او د دوی مور او پلار د بمبارۍ له امله شهیدان شوي دي. له بلخ څخه خبریال ته رسېدلي معلومات ښیي چې په دغه پېښه کې پینځه کسان سخټ ټپیان شوي هم دي.

د بلخ اوسېدونکي وایي چې د دولت لخوا دغه بریدونه هېښوونکي دي او سره له دې چې تر دې وړاندې یې هم په وار وار حکومت ته اعتراضي لاریونونه کړي دي، خو لا هم ولسي خلک په نښه کېږي.

ښاغلي امیري وویل چې ولس وګړو غوښتل چې د اعتراض په ډول د مړو جسدونه د ولایت مقام مخې ته یوسي او هلته لاریون وکړي، تر څو حکومت په دغه سیمه کې له شوي جنایت څخه خبر کړي.

په دې وروستیو کې د جګړې د ښکېلو لوریو لخوا ملکي تلفات په بې سارې توګه لوړ شوي دي. سله والو طالبانو هم په تېرو څو میاشتو کې ملکي وګړو ته بې مخینې مرګ ژوبله اړولې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.