The news is by your side.

د (ای ایم ایف) خلاف کابل کې د افغان ولس پراخ لاریون

خبریال وېبپاڼهسلګونه افغانانو نن په کابل کې د ای ایم ایف بانک خلاف پراخ لاریون وکړ او غوښتنه یې لرله چې افغان حکومت ته دې پور نه ورکوي. لاریون کوونکو له نړيوالۍ ټولنې غوښتنه وکړه چې پر ای ایم ایف نړیوال وجهي صندوق فشارراوړي چې افغان دولت ته دې د ۲۲۰ میلیونو ډالرو پور پرېکړه بېرته واخلي.

لاریون کوونکو وویل چې افغان دولت په مالي فساد کې ککړ دی او تر اوسه یې ان د نړيوالو له خوا د مرسته شويو پيسو او د افغانستان عایداتي پيسو حساب ولس ته نه دی ورکړی؛ نو که چېرته افغان دولت د کورونا وبا په نوم دا پیسې واخلي‌ دا به هم په وړ ځای ونه لګول شي‌او ضایعه به شي.

دوی وویل چې افغان دولت دا پور د کورونا سره د مبارزې لپاره په داسې حال کې اخلي چې د یادې ناروغۍ سره په مبارزه کې تازه په تازه د سلګونو ميليونونو د اختلاس اسناد خپاره شول چې بېلګه د پژواک خبري اژانس هغه راپور دی چې ۳۲ مرسته شوي وېنټيلېټرونه پاکستان ته قاچاق شوي.

د لاریون کوونکو مشر نجیب الله ازاد په خپله وینا کې وویل چې د نړیوال وجهې صندوق د اټکل له مخکی به د افغانستان کلنی نا خالص عواید۳٪ وی. یعنی د مثبت پرمختګ پر ځای افغانستان منفي لوري ته روان دی.

ښاغلي‌ آزاد زیاته کړه چې په هېواد کې ناامني، پراخ اداري فساد او سياسي بې ثباتي به د افغانستان راتلونکي نسلونو د نړيوالو پوروړي کړي، د لاریون ګډونوالوو په یوه خوله دا خبره کوله چې ددې پور په اخیستلو سره به افغانستان خپل اقتصادي استقلالیت له لاسه ورکړي چې دې کار ته به افغان ولس هیڅکه هم اجازه ور نه کړي.

لاریون کوونکوچې د باور ځواک له لوري‌ اداره کېدل په یو غږ له نړيوالو وغوښتل چې افغانستان د دې پور لپاره هيڅ ډول ستر بنسټیز پروګرامونه نه لري چې د هغو په عملي کولو دې اضافه پیسو ته اړتیا ولري او بیا دې دا پور بېرته ادا کړي.

همدا رانګه دوی وویل چې افغانان د ډيپنډېنسي تيوري یا تړاو پاليسي مخالف دي او په هیڅ عنوان خپل اقتصادي استقلالیت له لاسه نه ورکوي.

د ای ایم ایف خلاف لاریون والو خبر داری ورکړ چې که چېرته ای ایم ایف د پور د ورکړې مخه ډب نه کړه دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.