The news is by your side.

پېښورکې د پولیسوسپک چلند پرضد لاریونونه پيل شوي

خبریال وېب پاڼه / پیښور کې د پاکستاني پولیسو له لوري له هلته میشتو افغانانو سره د سپک  چلند پر ضد لاریونونه پیل شوي دي.

نن د پیښور په ډيری سیمو کې د پولیسو پر ضد لاریونونه شوي چې په یو شمیر سیمو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي دي.

لاریونون کوونکو د پولیسو له لوري تیره ورځ په تهکال سیمه کې له یو پښتون سره د شوي ظلم پر ضد شعارونه ورکول او د پولیسو چلند یې غیر انساني چلند یاداوه.

تیره ورځ پاکستاني پولیسو هغه ویډیو خواله رسنیو کې خپره کړه، چې د عام تهکالي په نوم له یو کس یې پرتوګ ویستلی او له وهلو ورسته ویډیو یې ترې کړې.

همهاله د دې ویډیو لیدو سره د پولیسو دې عمل سخت غبرګونونه راپورته کړي او د خلک د پولیسو د سزا غوښتنه کوي.

د پاکستان ځینو رسنیو ویلي، چې د پولیسو له لوري بې عزته شوی کس افغان دی، خو د پښتون غورځنګ ویلي، چې پښتانه ټول افغانان دي.

د پولیسو له لوري له پښتون ځوان عامر سره پر شوي بد چلند له تیرې ورځې غبرګونونه تاوده روان دي.

په ټولنیزو رسینو یو شمیر ځوانان د پاکستان خلاف سپک الفاظ لیکي او له مسولینو غواړي چې عاملین یې په سزا ورسوي.

د دې غبرګونو وروسته د پېښور پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په د عامر تهکالي له وهلو او بې عزته کولو وروسته د پینځو پولیسو دندې ځنډول شوي او په مطلق ډول یې د نیولو امر شوی دی.

په پيښور کې لاریونوالو د عامر په ملاتړ شعارونه ورکول او له حکومته یې د پولیسو د نیول کیدو او هغوی ته د سزا غوښتنې کولې.

د یادې ویډو په لیدو په افغانستان کې هم ګڼو ځوانانو د یاد پښتون په ملاتړ په ټولنیزه میډیا کې لیکنې کړی او د پاکستاني پولیسو چلند یې غیر انساني عمل بللی دی.

دوی لیکلي چې د پاکستاني پولیسو له لوري وهل شوی کس افغان دی او باید افغان حکومت یې هم پوښتنه وکړي.

دوی وایي که د دې پوښتنه ونه شي نو ښايي راتلونکي کې د داسې ډیرو نورو پيښو شاهدان و اوسو چې بیا یې هغه وخت پوښتنه ستونزمنه ده.

که څه هم دلته افغان حکومت کوم چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي خو پاکستان کې میشت افغان سفیر د دې موضوع په اړه د پلټنو خبر ورکړی دی.

د دې موضوع په تړاو په نړیوالو کچه پښتنو غبرګونونه ښودلي او پولیسو ته یې د سزا خبره کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.