حکومت له ختیځ مېشتو ځوانانو سره توپيري چلند کوي

خبریال وېب پاڼه/ د ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان یو شمیر ځوانان او پيغلې په حکومت نیوکه لري او وایي تل یې د ټاکنو پر وخت له دوی سره لویې ژمنې کړي خو عملي کړې یې نه دي.

ختیځ میشتي ځوانان او پيغلې ګیله لري، چې حکومت له کلونو راهیسې له دوی سره توپيري چلند نه کار اخلي او غږ یې نه اوري.

دوی داسې مهال نن د یوې خبري ناستې پرمهال خپل شکایت له رسنیو سره شریکوي چې د دولت له لوري په نوې کابینه کې د ګمارنې لړۍ چټکه روانه ده.

ځوانان په ځانګړي ډول له ولسمشر غني نه غواړي چې له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي هغه چې د دوی په خبره په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې له دوی سره کړي دي.

په دې اعتراضیه ناسته کې د ختيځو ولایتونو څخه یو شمیر میرمنو هم ګډون کړی وو.

میرنو په خپلو خبرو کې په حکومت کې پر ګمارنو کلکې نیوکې وکړې او وې ویل ، چې حکومت دوی ته هيڅ پام نه دی کړی او یواځې هغه کسان ګماري کوم چې په واسطو او رابطو راغلي دي.

دوی حکومت ته ګواښ کوي او وایي که حکومت په نوې کابینه کې د ختیځ مستحقو کادرونو ته پاملرنه او ځای ورنکړي نو دوی به د حکومت مخالف لاریونونه وکړي.

د دې اعتراضیه ناستې یو ګډونوال نقیب الله جهاني په نوې کابینه کې د وړ او با استعداده ځوانانو پر ګمارنې ټینګار کوي.

نوموړی وایي اوسمهال یو شمیر کسان چې په روابطو راغلي وي ګمارل کیږي.

دوی وایي سلګونه ځوانان په بیلابیلو برخو کې زده کړې لري خو بیاهم د دندې په موندلو کلونه کیږي خواري کوي نه دي بریالي شوي.

خیبر یو له هغو ځوانانو دی چې د اقتصاد له پوهنځي فارغ دی وایي، درې کاله کیږي چې د دندې په لټه دی خو په خبره یې په لسګونه ځایونو کې د رشوت غوښتنه شوې هغه څه چې دی یې وس نه لري.

دی زیاتوي د ده په څير لسګونه نور شته چې سرګردانه ګرځي او یو شمیر بیا له همدې امله د دولت په مخالفت کې دریږي.

ختیځ ځوانان دا اعتراضیه ناسته لومړنۍ نه ده چې نن یې کړې دوی له دې وړاندې هم پر حکومت زیاتې نیوکې لرلې وې.

دوی وایي مرکزې اداره له دوی سره په هره برخه کې توپيري چلند کوي او تل یې خپلې ژمنې ماتې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټاکنیزو مبارزو کې له دې وړاندې په ځلونو له ختیځ میشتو سره په بیلابیلو برخو کې ژمنې شوي خو د دوی په خبره په ډیر کم اندازه یې عملي شوي او بس.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More